ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوتک قوم مشران: طالبان دې هم اوربند اعلان کړي

د هوتک قوم مشران: طالبان دې هم اوربند اعلان کړي

author avatar
21 Jun 2018 - 14:47
د هوتک قوم مشران: طالبان دې هم اوربند اعلان کړي
author avatar
21 Jun 2018 - 14:47

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۷): د هوتکو قوم ځينو مشرانو د سولې له پروسې د ملاتړ تر څنګ له طالبانو هم د اوربند کولو غوښتنه وکړه او له حکومته يې وغوښتل هغه کس چې د ميرويس نيکه سپکاوی يې کړی محاکمه کړي.

د هوتک قومي شورا مشر محمديونس هوتک د غبرګولي په ٣١مه، په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې ټول افغانان د سولې تږي دي او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې او خبرو لار خپله کړي.

هغه زياته کړه، د هوتک قوم له ولسمشره مننه کوي چې د اوربند موده يې وغځوله، خو له طالبانو يې وغوښتل چې لومړی دې دوی هم د اوربند موده وغځوي او بيا دې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې او پرېکړې وشي.

هوتک له هلمند او کوزې پښتونخوا د سولې له راروان کاروانه هم ملاتړ وکړ او زياته يې کړه:"دا يو ولسي خودجوشه حرکت دی، اړينه ده چې د دوی غږ واورېدل شي او غوښتنو ته يې مثبت ځواب وويل شي."

د کوزې پښتونخوا له پېښور ښار څخه دافغان کډوالو يو پلى د سولې کاروان نن له تورخم څخه د کابل پر لوري روان شوى دى.

يونس زياته کړه،په ټولنيزو رسنيو کې د زابل د ولايتي شورا مشر عطا جان حق بيان له خولې ملي مشر ميرويس خان نيکه ته سپکاوی شوی، خو هغه خپلې خبرې رد کړې دي.

د هوتکو د قومي شورا مشر محمد يونس هوتک د جزيياتو له ورکولو پرته وويل:"د هغه غږ ثبت چې شوی دولت يې بايد عاملين پيدا کړي که چېرې رښتيا هم د زابل د ولايتي شورا رييس دا خبرې کړې هغه دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړای شي."

خو د زابل د ولايتي شورا مشر عطا جان حق بيان په خپلې فېسبوک پاڼه کې ويلي چې جوړ شوى غږ جعلي او سياسي دسيسه ده، ملي قايد ميرويس نيکه د يوه قوم نه، بلکې د ټول هېواد مشر دی.

هغه ليکلي:" داچې په ټولنيزو رسنيو کې زما په نوم جوړ شوی جعلي غږ / ويډيو کښته او پورته کيږي، دا په ما پورې هېڅ اړه نه لري ، زه هېڅکله ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې زموږ ملي مشر او درانه قوم (هوتک) ته سپکې سپورې ووايم، دا هرڅه زما پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده، په اوسنۍ عصري نړۍ کې جعلي ويډيو، غږ ، انځور جوړېدل ممکن دي، دا کار هغو کسانو کړی چې زما له راتلونکي څخه په وېره کې دي."

همداراز د هوتکو بل قومي مشر محمد عارف هوتک هم په هېواد کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې د سولې او مذاکرې لار خپله کړي.

دی زياتوي، کله چې په هېواد کې سوله او امن راشي هر کار ممکن دی او ان له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.