ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار ، کونړ او کندهار کې طالب او داعش وسله وال وژل شوي

ننګرهار ، کونړ او کندهار کې طالب او داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
21 Jun 2018 - 12:29
ننګرهار ، کونړ او کندهار کې طالب او داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
21 Jun 2018 - 12:29

کندهار، جلال اباد، (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۷): د کندهار ، ننګرهار او کونړ ولايتونو په امنيتي پېښو او عملياتو کې طالبان، داعشيان او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د غبرګولي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې د دې ولسوالۍ د سلیم کارېز په ساحه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود.

هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو بریدونو پر وړاندې د ولسمشر د اوربند له حکم سره سم یواځې دفاعي حالت غوره کړی چې مرستې ته یې د ملي اردو ځواکونه هم رسېدلي وو.

دی وايي، په دغو بریدونو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې د دریو تنو جسدونه ورڅخه پاتې شوي.

د ده په خبره، وسله والو طالبانو د برید پر مهال په سمه کې یو ماین هم ځای پر ځای کړی و چې د پولیسو پر رېنجر موټر یې چاودنه کړې ده چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه ټپیان شوي دي.

درانی وايي، امنیتي ځواکونه د ولسمشر د اوربند حکم ته ژمن دي او په دفاعي حالت کې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردول له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار او کونړ په هوايي بريدونو کې ١٣ داعش وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د ننګرهار داچين ولسوالۍ د عبدالخېلو په دره کې د داعش پر مورچو د توپچي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې شپږ  داعش وسله وال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو ځواکونو الوتکو د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې پر داعش وسله والو  هوايي بريد کړى چې له امله يې درې وسله وال وژل شوي.

بلخوا دکونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان وايي چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ دديوه ګل په دره کې پر داعش پوستې بريد کړى او درې وسله وال يې وژلي دي.

داعش او طالب وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.