سرپل(پژواک، ۳۱غبرګولی ۹۷): په سرپل ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې په نشه یي توکو روږدې یو زوی، خپله مور د تېشې په وسيله وژلې ده.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا معتاد کس چې خپله مور یې په تېشه وژلې، ۳۰کلن دی او په نشه یي توکو روږدی دی.
د هغه په وینا، یاد معتاد دا مهال له پولیسو سره بندي دی او څېړنې ترې روانې دي.
په ورته وخت کې د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي د دې خبر په تایید سره وايي چې یاد هلک د نشه یی توکو ترلاسه کولو لپاره له خپلې مور څخه ۵۰ افغانۍ غوښتې دي، خو مور یې انکار کړی دی.
د هغوی په وینا، هلک خپله مور په لرګي وهي ټکوي، وروسته یې پر سر او مخ په تیشه وهي چې په پایله کې روغتون ته تر رسېدو وروسته ساه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن