ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي

په فاریاب کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي

author avatar
21 Jun 2018 - 16:54
په فاریاب کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي
author avatar
21 Jun 2018 - 16:54

میمنه(پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۷): د فاریاب ځايي چارواکي وايي، یاد ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د خواجه قشري په دوه لاري سیمه کې د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو د طالبانو په یوه برید کې د ملي اردو اووه پولیس وژل شوي دي.

 د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اردو اووه سرتېري هغه مهال وژل شوي کله چې تېره شپه وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د خواجه قشري په دوه لاري سیمه کې د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو په یوه مرکز او درېیو امنيتي پوستو برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، په یاد برید کې د مرکز او پوستو له سقوط وروسته یو ټانګ له ۹ ميله وسلې او یو شمېر مهماتو سره یو ځای د طالبانو لاس ته ورغلی او یو ټانک له ډي سي توپ سره سوځول شوی دی، د ملي اردو د نورو سرتېرو په تړاو تر دې دمه معلومات نشته.

د هغه په خبره،د جګړې په سیمه کې د استوګنې څو کورونه او یو مکتب سوځول شوي دي، دمیمنې ښار او څو ولسوالیو د برېښنا مزي هم پرې شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني د حکومت له لوري یو طرفه اوربند بې ګټې بولي او زیاتوي چې دا ډول اوربند د طالبانو ځواکمن کېدو او د امنيتي سرتېرو کمزورۍ ته لار هواروي.

له بل لوري بیا په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول عبدالوکیل وايي، په دغه بريد کې یې ۱۲ دولتي سرتېري وژلي چې جسدونه یې د جګړې پر سیمه کې پاتې دي او یو شمېر وسلې او مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.

نوموړي د دې په څرګندولو چې په یاد برید کې یواځې درې طالبان ټپیان شوي وویل چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ اړوند د نسوان مکتب د طالبانو له لوري نه، بلکې د دولتي ځواکونو په واسطه سوځول شوی دی.

د خواجه قشري دوه لاري سیمه د میمنې ښار او خواجه شبزپوش ولسوالۍ پر لویه لاره پرته ده او دواړو لورو ته سلګونه مسافر د لارې خلاصېدو ته انتظار باسي.

په همدې حال کې ځينې سرچينې د یاد ولایت په پښتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې د اوو امنيتي سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.