ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوزې پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سولې پلى کاروان ننګرهار ته راورسېد

کوزې پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سولې پلى کاروان ننګرهار ته راورسېد

author avatar
21 Jun 2018 - 16:24
کوزې پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سولې پلى کاروان ننګرهار ته راورسېد
author avatar
21 Jun 2018 - 16:24

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۷): په خيبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د استازو ځوانانو د سولې کاروان له تورخمه د پلي مزل او موټريز کاروان په ملتيا د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته راورسېد.

يادو ځوانانو چې (ژوند چې مو بدرنګ دی، جنګ دی جنګ دی. امن غواړو سوله غواړو) شعارونه يې ورکول د لارې په اوږدو کې ورته د ننګرهار ولايت ډلې ډلې ځوانان مخې ته ورتلل او د هغوی هرکلی يې کاوه، ځينې خو يې لا تر تورخم دروازې هم مخې ته ورغلي وو.

د سولې دغه کاروان نږدې غرمه مهال د جلال اباد ښار ختيځې دروازې د ګمرک ساحې ته راورسېد چې د ننګرهار د ځوانو مدني فعالانو ترڅنګ يې خبريالان هم مخې ته ورغلل.

د سولې د دغه ۲۵ کسيز کاروان مشر جرنيل پښتون وايي چې موخه يې په هېواد کې د سولې راتګ او هلته مېشتو افغانانو ته بېرته د راتګ زمينه سازۍ غوښتنه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ټولو ملګرو شمېر يې ۲۵ تنه وو؛ خو ځېنې يې د پاسپورټ نه درلودو له امله ديخوا راپرېنښودل شول.

د نوموړي په باور، سوله په ماڼيو او پرديو هېوادونو کې نشته، بلکې د هېواد په غرونو او رغونو کې هلته چې د دولت وسله والو مخالفين موجود دي تر لاسه کېدلی شي او بايد سوله له هماغه ځايه راشي.

عبدالجميل عزيزي د ياد کاروان يو بل غړی دی، چې تر ننګرهاره رارسېدلی او وايي تر کابل پورې به د تګ پرمهال ټولو هېوادوالو ته د سولې غږ رسوي.

دی زياتوي: ((زموږ د حرکت مقصد د سولې راتلل دي او دا اولين ځل دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو دغسې يو حرکت پيل شوی  چې د سولې غوښتنه کوي.))

شاکر سباون بل ځوان کډوال دی چې خيبر پښتونخوا کې د کډوالۍ شپې سبا کوي او له ياد حرکت سره د سولې غوښتنې په پار راغلی دی.

دی وايي، په کوزه پښتونخوا کې مېشت ډېر افغان کډوال د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري، سوداګر دي او د ډېرو سرمايو لرونکي دي؛ خو که زمينه ورته برابره شي؛ نو هم به يې دلته له تعليمه ګټه پورته شي او هم به هغوی پانګه اچونه وکړي.

د سولې دغه روان حرکت به لکه د هلمندي ځوانانو په څېر پلازمېنې کابل ته ځي او هلته به هم د سولې غږ تر ولسمشره رسوي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې له هلمند څخه هم د سولې کاروان په ٣٧ ورځو کې په پلي توګه کابل ته رسېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.