هرات (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نيټه ٩٧): په هرات ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند رفيق شيرزي د چنګاښ په لومړۍ نيټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن د هرات ښار توغندۍ بندر ترمنځ لويې لارې د رباط سنګي ولسوالۍ د خوش رباط په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، چې د ملکي وګړو يو فيلډر موټر له مازدا سره ټکر کړى، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
شيرزى وايي، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه ، د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپي شوي دي.
ده وويل، چې ټپيان روغتون ته راوړل شوي او حالت يې د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن