کابل (پژواک،۲چنګاښ ۹۷): په کابل کې د اولمپیک نړیوالې ورځې د مراسمو نمانځغونډه کې ځینو وینالو د دې ورځې له شعارسره سم پر یووالي او سوله ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شته پروګرامونو په تطبیق سره به هېواد کې ورزش چټکه وده وکړي.
نن په کابل ښار کې د (( یووالي، سولې او برابري)) تر شعار لاندې د مختلفو ورزشي حرکاتو نندارې ته وړاندې کولو سره دا ورځ و نمانځل شوه، په دې مراسمو کې د ځینو مسوولینو ترڅنګ سلګونو ورزشکارانو هم ګډون کړی وو.
له ۱۹۴۸ زیږدیز کال راهیسې د اولمپیک نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نماځل کېږي.
د اولمپیک ملي کمېټې ، بدني روزنې او ورزش رییس حفیظ الله ولي رحیمي په دې مراسمو کې وويل چې د اولمپیک ملي کمېټه په هېواد کې د ورزش د ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه ترلاسه لاندې لري.
هغه زیاته کړه: (( موږ به په راتلونکي کال کې د مدیریت، د لوبغالو جوړولو او د ورزش په ډګر کې د غوره لوبغاړو موندلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شاهدان و اوسو.))
د نوموړي په وینا، هېواد کې د ورزش ودې لپاره د لس کلنې جوړې شوې ستراتیژۍ له مخې په لسو راتلونکو کلونوکې به دهېواد ورزش په ځانګړې توګه د ښځو ورزش په برخه کې ستر بدلونونه رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړه: (( چې سږکال د اولمپیک نړیواله ورځ د (( یووالي، سولې او برابري)) تر شعار لاندې نمانځل کېږي ، څو ټول ورزشکاران د یووالي او سولې لپاره کار وکړي.
د نوموړي په وینا، ورزش د افغانانو لپاره د سولې پیغام راوړي او افغانانو د هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې رپولی دی.
د اولمپیک په ملي کمېټه کې د قومونو، قبایلو او کوچیانو چارو استازي نور رحمان تره خېل وویل: (( راځئ چې د دې ورځې په نمانځلوسره دا ثابته کړو چې موږ افغانان په هېواد کې اولمپیک کمېټې او اولمپیک جنبش ته ژمن یوو او ورزش د ملي یووالي او همپالنې لپاره یوه ګټوره لار وګڼو.))
هغه زیاته کړه چې دې ورځې ته د درنښت په پار ، اړتیا ده څو د بېلابېلو پرګنو او ورزشکارانو ترمنځ واټن نور هم نږدې شي او حکومت د ورزشکارانو ستونزو حل لپاره بنسټیزګامونه واخلي.
خونوموړي یادونه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په ولسوالیو او ولایتونو کې هغه ورزشکاران له پامه غورځول شوي چې د سولې او یووالي لپاره د کار کولو جوګه وو.
هغه وویل: (( د اولمپیک ملي کمېټې له رییس څخه دا غواړو، څو هغه ورزشکاران چې په ولایتونوکې په لږ امکاناتو سره ورزش کوي پاملرنه ورته وکړي او هغوی ته د ورزش ښه موکه برابره کړئ.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن