کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د سعودي د بادشاه او دحرمينو الشريفينو د امامانو د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ.
د سعودي بادشاه سلمان بن عبدالعزيز تېره اوونۍ په يوه بې ساري اعلاميه کې د افغانستان د سولې له پروسې څخه کلک ملاتړ وکړ او پر اوربند يې ټينګار وکړ.
دغه راز پرون د مسجد الحرام او مسجد نبوي امامانو د جمعې خطبې افغانستان ته ځانګړې کړې وې، پر سولې، اوربند ، ورولۍ او خبرو اترو يې ټينګار وکړ.
د افغانستان د سولې عالي شورا ددوى ددغو څرګندونو هرکلى کړى دى.
د سولې شورا له خوا د چنګاښ په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سولې او اوربند لپاره ددوى هڅې او څرګندونې د ستايلو دي.
په خبرپاڼه کې راغلي:((موږ باوري يو چې د حرمينو الشريفينو د ملا امامانو وروستۍ څرګندونې د جګړې پر ضد د افغان علماوو د تېرې مياشتې دفتوا تاييد دى.))
د سولې عالي شورا يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ کړى چې له هغه تاوتريخوالي لاس واخلي چې د اسلام په نامه يې ترسره کوي.
سرچينې زياته کړې، دا جګړې او تاوتريخوالى په اسلام کې هېڅ بنسټ نه لري، پرته له دې چې د بې ګناه خلکو وينه تويوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د حرمينو د ملا امامانو او د سعودي د بادشاه ددريځ په اړه غبرګون نه دى ښودلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن