ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې نيول شوي پوليس خوشې شوي

د ميدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې نيول شوي پوليس خوشې شوي

author avatar
23 Jun 2018 - 15:31
د ميدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې نيول شوي پوليس خوشې شوي
author avatar
23 Jun 2018 - 15:31

باميان- ميدان ښار (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي پوليس بېرته خوشې شوي، خو د باميان لاره اوس هم تړلې ده.

سلګونو وسله والو طالبانو پرون د جلرېز ولسوالۍ پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر پوليس له وسله والو سره يو ځاى شوي وو.

د جلرېز ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد سجاد فطرت د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم خال خال ډزې او نښتې کېږي، خو د پرون په پرتله فشار کم شوى دى.

هغه زياته کړه، له کابل څخه د کومانډو سرتېري او هوايي ځواک را رسېدلى او وسله وال مخالفين له سيمې څخه تښتېدلي دي.

نوموړي وويل، په دې  جګړه کې يو پوليس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.

فطرت وايي، وسله والو طالبانو د دوو پوستو پوليس له ځانه سره بيولي وو چې نن يې بېرته خوشې کړي او هغوى خپلو کورونو ته تللي دي.

د هغه په وينا، د سيمې پاڅونوالو هم له امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې او وسله وال اوس له سيمې څخه وتلي دي.

د جلرېز امنيه قوماندان وويل چې په دې نښتو کې ديوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي هم وژل شوي، خو د ميدانښار د ملکي روغتون سرچينې ويلي چې دوى ته له جلرېز څخه دوه ټپيان راوړل شوي دي.

 

پرون د ولايتي شورا غړي شريف هوتک ويلي و چې تر لسو زياتو پوستو سقوط کړى او ګڼ شمېر سرتېري له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د ولايتي شورا بل  غړي حاجي احمد پژواک ته وويل چې د جلرېز په تباني سيمه کې ګڼ شمېر پوستو سقوط کړى او وسايل يې هم طالبانو وړي دي.

هغه وايي، طالبانو نيول شوي پوليس بېرته خوشې کړي او په ملکي موټرو کې يې د کابل لوري ته لېږلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.