د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار ١٥ ولسواليو شوراګانو ته ښځو ځانونه نه دي کانديد کړي

د ننګرهار ١٥ ولسواليو شوراګانو ته ښځو ځانونه نه دي کانديد کړي

Jun 23, 2018 - 18:03

جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د دېرشو مېرمنو په ګډون ۷ سوه تنو ځانونه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره نوماند کړي؛ خو په پنځلس ولسواليو کې د ولسواليو شورا لپاره هېڅ ښځينه کانديده نه لري.

د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی وايي، دغه ولايت څخه د ۱۸ مېرمنو په ګډون ۱۴۱ کسانو ولسي جرګې ته او د ۱۲ مېرمنو په ګډون ۵۵۶ تنو ولسواليو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي.

هغه دچنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ننګرهار کې د نومليکنې پروسه هم په ښه ډول سره روانه ده او تر دې مهاله نږدې ۶ سوه زره کسانو د رايې ورکولو لپاره خپلې تذکرې ثبت کړي چې شاوخوا دېرش سلنه يې ښځې دي.

دی زياتوي، امنيتي ستونزې، کولتوري محدوديتونه، د سواد د کچې کموالی، د ولسوالۍ شورا د غړو له مسوليتونو او د ولسوالۍ شورا د غړو له صلاحيتونو او امکاناتو څخه د خلکو او په ځانګړي توګه د مېرمنو ناخبري هغه څه دي چې له امله يې د ښځينه نوماندانو شمېر کم دی.

د وګړي د معلوماتو له مخې، ولسوالیو شوراګانو ته د بهسودو، کامې او حصارک ولسوالیو څخه یوې، یوې، هسکه مینې، سرخرود او ښېوې ولسواليو څخه درې، درې ښځو ځانونه نوماند کړي دي.

ده زياته کړه، د دغه ولايت په پاتې پنځلسو ولسواليو (دره نور، ګوشته، لعلپوره، دوربابا، نازیان، اچین، غني خېلو، مومنددرې، بټي کوټ، کوټ، رودات، چپرهار، پچیراګام، خوګیاڼو او شېرزادو) کې هېڅ ښځې ځان د ولسواليو شورا لپاره نه دی نوماند کړی.

په همدې حال کې د نظر خاوندان او د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم ورته څرګندونې لري او ټينګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت بايد د دغې چارې له پيل وړاندې په ياده برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ور کړی وای.

د ټولنيزو چارو کارپوه همايون امان پژواک سره د خبرو پرمهال وويل چې امنيتي ستونزې او کولتوري محدوديتونه يې لوی لاملونه کيدلی شي؛ خو د عامه پوهاوي نه موجوديت يې هم يوه لويه ستونزه ده.

هغه وايي: (( د هر نوي کار تر پيل وړاندې بايد د هغه په اړه عامه پوهاوی وشي، خلکو ته يې ګټې روښانه شي او بيا وروسته پيل شي؛ خو دلته هر نوی کار يو دم پيلېږي، څو چې يې تر سره کوونکي او ګټه اخيستونکي له اصلي موخو خبرېږي، کار غلطې خواته تللی وي، لکه په تېر کې ولسي جرګه او ولايتي شورا، چې خلکو ته يې د سړکونو او پلونو جوړېدو وعدې ورکولې؛ خو هغوی د قانون جوړولو او قانون څخه د نظارت دنده درلوده.))

قومي مشر ډاکټر محمد صديق چې ځان يې له کوټ ولسوالۍ څخه د ولسوالۍ شورا ته کانديد کړی وايي، په دغه ولسوالۍ کې نا امني د دې سبب شوې، چې ډېر خلک ځانونه د رايې ورکولو لپاره هم ثبت نه کړي، پاتې لا د ولسوالۍ شورا لپاره د مېرمنو کانديدېدل.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اصحاب ولي مسلم هم په ولسواليو کې نا امني هغه څه ګڼي چې وايي، له امله يې مېرمنې کانديدېدو ته څه چې رايې ورکولو لپاره نوم ليکنې ته هم زړه نه ښه کوي.

دی وايي، د همدغو نا امنيو له امله کورنۍ هم خپلو مېرمنو ته د کانديدېدو اجازه نه ورکوي.

د ولسواليو شوراګانو رامنځته کېدل د افغان حکومت يو له مهمو مسوليتونو څخه دي، چې له تېرې څه باندې يوې لسيزې راهېسې ورته زمينه نه ده برابره شوې او سږکال يې لومړۍ تجربه کېږي.

ټاکل شوې ده چې د ولسواليو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٢٨مه، ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement