ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د سولې کاروان: طالبانو د اوربند ردولو سره ولس پر مخ وواهه

د هلمند د سولې کاروان: طالبانو د اوربند ردولو سره ولس پر مخ وواهه

author avatar
23 Jun 2018 - 17:04
د هلمند د سولې کاروان: طالبانو د اوربند ردولو سره ولس پر مخ وواهه
author avatar
23 Jun 2018 - 17:04

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : د هلمند د سولې کاروان غړي وايي چې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د دوى غوښتنه رد کړې، ولس يې نا هيلى او پر مخ يې وواهه.

دغه کاروان ٣٨ ورځو کې له شاو خوا ٧٠٠ کيلومتره پلي مزل وروسته څو ورځې مخکې کابل ته را ورسېد او ولسمشر د کابل ښار چمن حضوري ته ولاړ، چېرته چې دوى د سړک پر غاړه اړولي وو.

ولسمشر د دوى ټول غوښتنې ومنلې او اوربند يې هم وغځاوه .

د هلمند د سولې کاروان مشر اقبال خيبر نن د (چنګاښ په ٢مه) د کابل ښار په يوه جومات کې خبري کنفرانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د دوى غوښتنو ته ځواب نه دى ورکړى.

هغه زياته کړه، د سولې ولسي حرکت چې بشپړ خپلواک او د ولس له منځ څخه راپورته  شوى حرکت دی، د خپلو ستړياوو او مبارزو په لړ کې له هلمنده تر کابله شاوخوا ٧ سوه کيلو متره لار يې پلې ووهله او د ولسونو غوښتنې يې تر دې ځايه راورسولې.

ده وويل، دلته يې خپلې عمومي غوښتنې د جګړې ښکېلو اړخونو ته بيا، بيا واورولې، له نېکه مرغه ولسمشر غني د ولس د پرېکړليک چې د روان ١٣٩٧  لمریز کال د غبرګولي د مياشتې په ١٩ مه نېټه صادر کړ ټولې مادې په علني توګه ومنلې.

د هغه په وينا، ولسمشر غني د ولس په ځانګړې غوښتنه یو اړخیز لس ورځنى اوربند علني اعلان کړ.

خيبر وايي : ((  د دې لپاره چې د طالبانو د رهبرۍ له لوري د درېيو ورځو په موده کې د اوربند ځواب په اوربند تر لاسه کړو، خو له بده مرغه هغوی ولس پر مخ وواهه او د افغان ولس هيلې يې پيکه کړې. ))

نوموړي زياته کړه، ولس له پیله تر دې دمه دې پايلې ته رسېدلی چې د دواړو لورو په منځ کې بهرنيو کړيو ځای موندلی دی.  

د هغه په وينا، ولس هغه بهرنۍ کړۍ په ګوته کړي چې په هېواد کې لاسوهنه کوي او په بل کړل شوي اور تېل شندي.

د سولې کاروان مشر وويل، نو ولس د هغو مداخله کوونکو هېوادونو د سفارتونو مخ ته به سر له  سبا څخه د عجز ناسته په دې موخه کوي چې له همدې لارې د همدې سفارتونو له ولسونو سره اړیکې ونيسي، څو ولسونه د سولې او ثبات لپاره مبارزې همغږې کړي.

د هغه په وينا، دوى به د امريکا، پاکستان، روسيې او ايران سفارتونو مخې ته خېمې وهي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.