ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې ځنډ بې بنسټه بولي

د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې ځنډ بې بنسټه بولي

author avatar
23 Jun 2018 - 20:37
د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې ځنډ بې بنسټه بولي
author avatar
23 Jun 2018 - 20:37

کابل (پژواک، ۲چنګاښ ۹۷): د ولسي جرګې ځینې غړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې سرچینې له خولې وايي، د تلې ۲۸مې ټاکنې ښايي د سولې بهیر له امله وځنډېږي؛ خو کمېسیون دا خبره بې بنسټه ګڼي.

همداراز د ولسي جرګې ځيني غړي ادعا کوي چې حکومت غواړي ځینې سیمې طالبانو ته وسپاری، حکومتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سوله او ټاکنو کې ځنډ

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

همداراز له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې په شدت سره روانې دي چې ځینې خلک یې سولې ته هیله من کړي دي. د اختر په ورځو کې اوربند د خلکو دا هیلې نورې هم زیاتې کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار خلکو استازې شکیبا هاشمي د جرګې نننۍ غونډه کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي رسنیو ته ویلي دي چې ټاکنې ښايي د سولې بهیر له امله وځنډيږي.

خو نوموړې یادونه وکړه چې ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شي او د ځنډولو لپاره یې پلمې ونه لټول شي.

په دې جرګه کې د میدان وردګو خلکو استازي غلام حسین ناصري هم ورته نظر درلود او ویې ویل: ((د مصلحت له مخې دا اړینه ده چې ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره شي او د مختلفو پلمو په سبب دا ملي پروسه و نه ځنډیږي.))

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډول، د قانون خلاف عمل دی او باید د ځنډولو لپاره یې اجنډا جوړه نه شي.

د جرګې ځینو غړو هم ورته نظر درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.