ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا قومونو د اوربند او سولې حرکت پيل کړ

د پکتيا قومونو د اوربند او سولې حرکت پيل کړ

author avatar
23 Jun 2018 - 17:08
د پکتيا قومونو د اوربند او سولې حرکت پيل کړ
author avatar
23 Jun 2018 - 17:08

ګردېز (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : د پکتيا د ټولو قومونو مشرانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند ټينګولو او د سولې مذاکراتو د پيلولو لپاره ګډ حرکت پيل کړ.

دوی وايي، خلک نور د جګړو او وژل کېدو توان نه لري او بايد د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ډېر ژر دوه اړخيز اوربند او د سولې رسمي خبرې پيل شي.

هغوى زياتوي، له وسله والو طالبانو سره خبرې کوي او هيله يې دا ده چې د ولس غږ ته به مثبت ځواب ووايي.

دوی د ياد حرکت لپاره څلور ماده ييزه تګلاره چمتو کړې چې په کې روانه جګړه پردۍ بلل شوې او له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي چې د سولې او ثبات لپاره جدي هڅې وکړي.

قومي مشر اسلام منګل د يادې شوې تګلارې غوښتنې واورولې او ويې ويل: ((روان جنګ پردی او پر موږ مسلط شوی او د پای ته رسولو لپاره يې دومداره هڅې کوو؛ دويم، د سولې له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوو؛ درېيم، د اوربند په جريان کې د سولې مذاکرات غواړو او څلورم دا چې مذکرات د اسلامي اساساتو او ملي او انساني ارزښتونو په رڼا کې غواړو.))

قومي مخور جنت خان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې لپاره د مرکز ګردېز په ګډون په ټولو ولسواليو کې هلې ځلې روانې دي او ژر به پر لويې پکتيا سربېره نورو ولايتونو ته وغځېږي.

دى له طالبانو غواړي چې د سولې د خبرو لپاره يو ځای وټاکي او که هره غاړه د ولس غوښتنه ونه مني، د خلکو له کرکې او مخالفت سره به مخامخ شي.

ده زياته کړه: ((مخکې له مخکې بايد سړی پرېکړه ونه کړي، موږ طالبانو ته ورځو، خبرې ورسره کوو او په دې يې قانع کوو چې په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي، په جنګ کې خبرې نه کېږي؛ بايد اول اوربند وشي او بيا د خبرو لپاره زمينه مساعده شي؛ په دې  اړه موږ قاطع تصميم لرو. که هر چا د ولس غږ ته لبيک ووايه، ولس به د هغه ملاتړ کوي.))

يو بل قومي مشر خواني جهاني وايي، حکومت او طالبان دواړه په ولس حکومت کوي او بايد د ولس خبرو، غوښتنو او مشورو ته هم غوږ ونيسي.

هغه زياته کړه، د طالبانو له مشرانو په تېره د پکتيا له مسوولينو سره په ناسته کې ور سره د ولس غوښتنې او وړانديزونه شريکوي او د هغوی اصولي وړانديزونه هم اوري او حکومت ته يې رسوي.

نوموړى وايي: ((يو څوک چې پر چا حکومت کوي او خپل اوامر پرې تطبيقوي، طبيعي خبره ده چې د هغوی خبرې ته هم غوږ نيسي؛ موږ په دې يقيني يو چې د طالبانو رهبري، اداره او ولايت به د خلکو او مشرانو غوښتنو ته غوږ نيسي.))

د ګردېز قومي مخور صوفي حبيب پژواک ته وويل چې د سولې په روان حرکت کې هغه خوا معلوميږي چې له سولې سر غړوي او د خلکو وژنې او د هېواد تباهي ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.