ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار هوايي ډګر نړيوال دى خو خدمات يې محلي هم نه دي

د کندهار هوايي ډګر نړيوال دى خو خدمات يې محلي هم نه دي

author avatar
23 Jun 2018 - 13:22
د کندهار هوايي ډګر نړيوال دى خو خدمات يې محلي هم نه دي
author avatar
23 Jun 2018 - 13:22

کندهار (پژواک، ٢ چنګاښ ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي چې که څه هم کندهار نړیوال هوايي ډګر د هېواد له مهمو هوايي ډګرونوڅخه یو دی، خو د یوه عادي هوايي ډګر په څېر خدمات هم نه لري.

مسافر، سوداګر، د ولسي جرګې غړي او په خپله چارواکي وايي چې د پروازونو ځنډ، د مسافرو د سامانونو ورکېدل، چټل چاپېریال، د نشه یي توکو قاچاق او په ټوله کې د اړینو نورو خدماتو نشتوالی هغه څه دي چې د دغه هوايي ډګر نړیوال اعتبار یې زیانمن کړی دی.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکی غلام حضرت وايي، کندهار نړیوال هوايي ډګر لکه څنګه چې یې نوم دی هغسې نه ښکاري.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په هوايي ډګر او ترمینل کې بلا ستونزې پر خپل ځای، خو تر هوايي ډګر پورې د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې ستونزې شته.

د ده په خبره، د ښار له لرې سیمو د هوايي ډګر تر ترمینل پورې ځان رسول هومره سخت دي چې خلک مجبوروي د الوتکې پر ځای په موټر کې سفر وکړي، ځکه یوازې محدود شمېر ټکسي موټر اجازه لري چې هوايي ډګر ته داخل شي.

د دې تر څنګ نوموړی د تالاشۍ له ګډوډ سیسټم څخه هم شکایت کوي او دغه راز یادونه کوي چې د برېښنا سیسټم هم معیاري نه دی، ځکه ډېر مهال د بایومیټریک پر مهال ناڅاپي کمپیوټرونه بندېږي او مسافر مجبور دي په دقیقو دقیقو منتظر پاتې شي.

دی دا هم وايي چې په ترمینل کې دننه شته کانټین غیر معیاري او چټل دی، دغه راز د ناستې لپاره د کافي څوکیو او د ګرم او یخ موسم پر مهال د مسافرو د هوساینې لپاره هیڅ امکانات نشته.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکې نادیه چې وخت په وخت له دې ولایت څخه کابل او نورو هېوادونو ته سفر کوي، د پروازونو له ځنډ څخه شکایت کوي.

دې پژواک اژانس ته وویل، ډېر کم پېښ شوي چې الوتکې پر وخت الوتنه وکړي، ډېر مهال په ساعتونو ساعتونو الوتنې ځنډېږي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او ان زیانمن کېږي.

د دې په وینا، دغه ستونزه په ځانګړې توګه د هغو مسافرو لپاره ډېره زیان اړوونکې ده چې بهر ته سفر کوي، هغوی ډېر مهال نورو هېوادونو ته متصل پروازونه لري چې پر وخت د نه رسېدو له امله یې ټولې نورې الوتنې ځنډېږي.

هغه پژواک ته وويل، چارواکي دې د کندهار هوايي ډګر کې د شته ستونزو د حل لپاره جدي کار وکړي او دغه هوايي ډګر لکه څنګه چې نوم یې نړیوال دی پر هماغه معیارونو برابر کړي.

يو بل اوسېدونکى درخشان حمیدزی وايي، د شرم احساس کوي چې د کندهار هوايي ډګر ته د نړیوال هوايي ډګر نوم کارول کېږي، خو خدمات يې د نشت برابر دي.

ده پژواک اژانس ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې کندهار هوايي ډګر ان د کابل، هرات او مزار له هوايي ډګرونو سره د پرتلې وړ نه دی.

دی زیاتوي، په وار وار د کندهار هوايي ډګر په ترمینل کې د ایرکنډېشن سیسټم، کولر، پکو، څوکیو، لوډسپېکرونو، د بیګونو د برېښنايي پټې، تشنابونو او نورو د جوړولو ژمنې وشوې، خو له بده مرغه یوه هم پوره شوې نه ده.

د ده په خبره، د مسافرو د بیګونو د لېږد برېښنايي پټې ان په ډېرو عادي هوايي ډګرونو کې شته خو په کندهار هوايي ډګر ته چې کله الوتکه راورسېږي نو د مسافرو بیګونه لکه د لیلامي ګاټ پر یوه ځای ورته راوغورځول شي او مسافر داسې ورمنډه کړي لکه خیرات چې وېشل کېږي.

حميدزى وايي، په کندهار هوايي ډګر کې د ګڼو خدماتو تر څنګ چې باید تر سره شي، تر ترمینل پورې د مسافرو او نظامیانو لپاره بېلې لارې، د ترمینل مخې ته د شخصي موټرو پارکینګ، د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره جلا جلا ترمینلونه، د الوتنو د وختونو د معلومولو لپاره برېښنايي سکرینونه، په ترمینل کې دننه مجهز کانتین او مجهز رستورانټ او نور باید جوړ شي څو دغه هوايي ډګر ته نړیوال وویلای شو.

چارواکي مني چې د کندهار هوايي ډګر خدمات ورځ تر بلې کمېږي چې له امله یې مسافر له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار هوايي ډګر امنیتي مسوولین وايي، د شخصي ګټو په خاطر دغلته د ډېرو پانګونو او پروژو د ترسره کولو مخنیوی شوی چې له امله یې د دغه هوايي ډګر اعتبار زیانمن کړی دی.

د کندهار هوایي ډګر ريیس ارکان محمد سلیم عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو وختونو کې د شخصي ګټو له امله قصداً د ډېرو پانګونو او پروژو د ترسراوي مخنیوی شوی او د ناسم مدیریت له امله دغه هوایي ډګر نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی دی.

هغه وایي، کندهار هوايي ډګر سره له دې چې د هوايي دهلېز مهمه برخه ده، خو د نامعلومو دلایلو له امله يې کارګو په تور لېست کې شامله شوې ده.

رییس ارکان وویل، دا چې کندهار هوايي ډګر د تالاشۍ پرمختللي وسایل او منظمه دایمي برېښنا نه لري  نو له همدې له امله نورو هېوادونو ته په اسانۍ نشه يي توکي قاچاق کېږي.

د ده په خبره، ډېر مهال اړوند امنیتي مسوولین تالاشي په لاسونو کوي، خو له دې سربېره توانېدلي تېر کال۵۴ قاچاق کوونکي له ۳۰  کیلوګرامه هيرويینو سره ونیسي.

په ورته توګه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې او د مواصلاتو د کمېسیون غړې فریبا احمدي کاکړ ددغه هوايي ډګر حالت شرمناک بولي او زیاتوي چي په تېرو څو کلونو کې په دغه هوايي ډګر کې د میلیونونو ډالرو لګښت هیڅ څرک نه ښکاري.

نوموړې پژواک اژانس ته وویل، په کندهار نړیوال هوایي ډګر کې د ستونزو د ډېرېدو له امله حکومت پرېکړه کړې چې یو  پلاوی د دغه هوايي ډګر د ستونزو څېړنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار هوايي ډګر کې د فساد او د مشرتابه پر سر د جنجالونو د مواردو په اړه راپورونه خپاره شول.

څه موده وړاندې د کندهار هوايي ډګر قوماندان سمونوال عبیدالله بارکزی له یو شمېر نورو کسانو سره یو ځای له هغه وروسته ونیول شو چې ۵،۵ میلیونه ریاله یې دوبی ته په ناقانونه توګه لېږدول.

د کشفي ارګانونو د اپراتیفي معلوماتو له مخې یې موندلې وه چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې بهر ته د پیسو په ناقانونه لېږد کې ښکېل وو.

په ورته وخت کې د کندهار هوايي ډګر د مشرتابه پر سر هم یو لړ جنجالونه شته او دا مهال دغه هوایي ډګر هیڅ امر نه لري.

احمدالله فیضي چې مخکې ددې هوايي ډګر امر  و د نامعلوم دلیل له مخې له تېرې څه مودې راهیسې دندې ته نه دی تللی او چارې یې سرپرست تر سره کوي.

شاوخوا درې کلونه وړاندې چارواکو ویلي وو چې کندهار هوايي ډګر به د سيمې په کچه نړيوال ترانزيټي هوايي ډګر شي، خو د دومره اوږدې مودې په تېرېدو دغلته د دې کار هیڅ څرک نه ښکاري.

هغه مهال ویل کېدل چې د کندهار هوايي ډګر ستراتيژيک موقعيت ته په کتو د يو شمېر هېوادونو الوتکې دغلته د دې لپاره ناستې کوي چې تېل واخلي، چې دغه چاره د ياد شوي هوايي ډګر رانزيټي ارزښت نور هم زياتوي.

کندهار هوايي ډګر شاوخوا شپېته کاله وړاندې په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازينى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣ زره جريبه ځمکه لري، چې يوه برخه یې بهرنیو ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړې شوې دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.