د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې د ١٥ کيلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې

لغمان کې د ١٥ کيلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې

Jun 23, 2018 - 18:56

جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۷): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلو مټره سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د ياد سړک د جوړېدو چارې د چنګاښ په ۲مه د والي اصف ننګ او يو شمېر نورو مسولينو له لوري د پټۍ په پرې کولو پيل شوې، چې د چارواکو په وينا، د شپږو مياشتو په موده کې به سرته ورسېږي.

د لغمان والي اصف ننګ د ياد سړک د چارو د پيل په مراسمو کې وويل چې دا سړک د سلطان غازي بابا ښارګوټي د استوګنیزو پلانونو په سیمو کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

دی زياتوي، د ۱۵ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پراخوالي د دغه ښاري سړک جوړېدل به د سيمې د ښکلا ترڅنګ د خلکو ستونزې هم حل کړي.

د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي په وینا چې د یاد سړک یوولس کیلو متره به یې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي او پاتې څلور کیلو متره به یې د شهیدانو د ورثه وو په ښارګوټي کې جوړ شي، چې د جوړېدو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

الکوزي زیاته کړه، د سړک د جوړېدو لګښت مهترلام ښاروالي ورکوي او په جوړېدو سره به يې د یادو ښارګوټو په زرګونه کسانو ته په تګ راتګ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement