کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره شوې مرستې کافي نه بولي، وايي چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو ډول باید بدل شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د بشري مرستو د انسجام غونډه، نن مازیګر د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بین المللي بنسټونو استازو په کې حضور درلود، په پیل کې د ملګرو ملتونو استازي وچکالۍ او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر د پرمختګ په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل: "کوښښ کوو چې کرنې او کلیو پراختیا وزارتونو سره په همغږۍ بیړنۍ بشري مرستې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو شویو ته برابرې او د مرستو رسولو پر پلان هم کار وشي."
ولسمشر د بین المللي بنسټونو د راپور له اورېدو وروسته وویل، وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره شوې مرستې په هیڅ وجه کافي نه دي.
هغه ټینګار وکړ چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو ډول باید بدل شي او له بین المللي بنسټونو یې وغوښتل چې د مرستې رسولو عاجل او دقیق پلان ترتیب او وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن