ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي

په مزار کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي

author avatar
23 Jun 2018 - 14:23
په مزار کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي
author avatar
23 Jun 2018 - 14:23

مزار شريف ( پژواک، ۲چنګاښ ۹۷): تېره يوه اوونۍ کې د مزار شريف ښار دننه شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

د مزار شريف ښار اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغلته هدفي او مرموزې وژنې او غلاوې زياتې شوې دي.

تېره يوه اوونۍ کې مزار شريف ښار دننه شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي چې د امنيتي مسوولينو په وينا، د يو شمېر دغو پېښو عاملين هم نيول شوي دي.

په تازه پېښه کې د غبرګولي په ۳۱مه  ماښام مهال د مزار شريف ښار په زراعت کارته کې د يوې کورنۍ دوه غړي  په مرموز ډول وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه دواړه د تره زامن وو، چې يو يې د WFP موسسې کارمند و او بل تن يې مزار شريف کې له يوه خصوصي بانک سره کار کاوه.

له دې وړاندې هم يو تن د مزار شريف ښار  دويمې ناحيې اړوند منډوي سيمه کې په رڼا ورځ وژل شوی و او قاتلين يې په تېښته بريالي شوي وو.

د تېرې شنبې په ورځ بيا د ښار په سجاديه کې وسله والې  نښتې له امله هم درې کسانو خپل ژوند له لاسه  ورکړی وو.

د مزار ښار اوسېدونکي له روان وضعيت څخه په اندېښنه کې دي او زياتوي چې د دغه ولايت امنيتي چارواکي د امنيت د ټينګښت توان نه لري.

د ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي جعفر چې په منډوي سيمه کې دوکان لري، پژواک اژانس ته يې وويل چې دوه ورځې وړاندې يو تن وسله وال د دوی د سترګو پر وړاندې يو کس پر ډزو وواژه او وتښتېد.

هغه زياته کړه: (( د ورځې لس بجې وې، يوه ځوان چې تفنګچه ورسره وه، يو بل کس يې وويشت، زموږ نه لږ اخوا دويمه امنيتي حوزه ده؛ خو بيا هم قاتل وتښتېد.))

نوموړی له امنيتي ځواکونو غواړي چې ښار کې د مرموزو وژنو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي چې مزار شريف کې د پوليسو د تشکيل کموالي له امله جنايي پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.