ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې يو ديني عالم ووژل شو

په هرات کې يو ديني عالم ووژل شو

author avatar
23 Jun 2018 - 10:41
په هرات کې يو ديني عالم ووژل شو
author avatar
23 Jun 2018 - 10:41

 هرات(پژواک،٢ چنګاښ ٩٧): د هرات چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په دغه ولايت کې يو ديني عالم وژلى دى

 د سرچينو په وينا، ددغه ولايت مشهور ديني عالم او د حکمت په نامه د راډيو د امتياز خاوند ٥٥کلن شيخ حاجي محمد جعفر توکلي تېره شپه د ٦٣متره په ساحه کې ووژل شو .

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل چې د ياد ديني عالم جسد روغتون ته راوړل شوى دى.

تراوسه ددغه ديني عالم د وژنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى .

 بلخوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د توکلي وژنه غندلې  او عاملين يې د اسلام او انسانيت دښمنان بللي دي.

ولسمشرغني، توکلي د هېواد مشهور ديني عالم ياد کړى او ويلي يې دي چې هغه د اسلامي لارښوونو په تبليغ کې زياتې هڅې کړې دي.

ولسمشر امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې ددغې پېښې څرنګوالى و ارزوي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.