میمنه (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۷): امنيتي مسوولین په فاریاب ولایت کې ۳۳ وسله والو مخلفینو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک ته هم رارسېدلې راغلي، یاد وسله وال مخالفین د دغه ولایت د خواجه سبزپوش، شېرين تګاب او غورماچ په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د مشر ملارحیم په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او د ملا قادر قاضي په ګډون ۱۶ نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، په یادو عملیاتو کې یو میل دهشکه، ۲ عرادې هاموې، یو عراده رېنجر، ۳ عرادې موټر سایکلونه، یو مرکز او د مهماتو یوه زېرمه يې تخريب شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې یو ميل پيکا، ۲ صندوقه د کلاشینکوف مرمۍ او ۳ عرادې موټر سایکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن