ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د يوه شرکت تښتول شوي ٤٣ کارکوونکي د ډيورنډ کرښې هغه غاړه بيول شوي

کندهار کې د يوه شرکت تښتول شوي ٤٣ کارکوونکي د ډيورنډ کرښې هغه غاړه بيول شوي

author avatar
23 Jun 2018 - 19:09
کندهار کې د يوه شرکت تښتول شوي ٤٣ کارکوونکي د ډيورنډ کرښې هغه غاړه بيول شوي
author avatar
23 Jun 2018 - 19:09

کندهار (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۷): په کندهار کې د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت ۴۳ تنه تښتول شوي کار کوونکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړل شوي دي.

چارواکي وايي، د سیمې د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د تښتول شوو کسانو د را خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

وړمه شپه يوه نيمه بجه لسګونو وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالی څخه شورابک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک جوړولو پر یوه شرکت بريد کړى و او د دغه شرکت ۴۳ تنه کارکوونکي یې له ځانونو سره وړي وو.

د بريد د مخنيوي په موخه امنیتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي وو چې له وسله والو طالبانو سره يې تر سهاره پورې جګړه کړې او پر مهال یې څلور سرتېري وژلي او يو تن ټپي کړی و.

اوس د کندهار چارواکي وايي چې تښتول شوي کسان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل شوي چې د راخوشې کولو هڅې يې پيل شوې دي.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د امنیتي او کشفي ادارو د تازه معلوماتو له مخې د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت تښتول شوي ۴۳ کارګر د کرښې هغه خوا ګلستان سیمې ته وړل شوي چې د سیمې د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د راخوشې کولو هڅې پيل شوې دي.))

هغه زیاته کړه، دطالبانو له خوا په تښتول شوو کسانو کې هیڅ دولتي منسوب نشته او ټول د یاد شوي شرکت کارګر دي.

په خپله د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين هم وايي چې تښتول شوي کسان عام کارګر دي او کوم دولتي کس په کې نشته.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، دوى له سپين بولدک څخه تر شورابک ولسوالۍ پورې، چې دډيورنډ پر کرښې پرته ده، د ٩٠ کيلو متره سړک قرارداد اخيستى دى.

احمدي زياته کړه: ((طالبانو څو ځلې ا علان وکړ چې ټولګټو پروژو او د هغوی کارکوونکو ته زیان نه رسوي، ځکه نو موږ ددغه سړک جوړولو ته زړه ښه کړ.))

دى وايي، له همدې امله دوى د سړک د امنيت لپاره ډېر تدابير نه درلودل خو بیا هم وړمه شپه تر ۳۰۰ وسله والو د دغه شرکت پر کار کوونکو برید وکړ او هغوی یې وتښتول.

د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو ددوى ١٥ عرادې وسايط هم سوځولي او شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان يې ورته اړولى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.