کندوز(پژواک،٣چنګاښ٩٧):د کندوز له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست د پيسو په مقابل کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د کندوز له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست سيد مجيب الله سادات ٤٨ ورځې وړاندې د امام صاحب ولسوالۍ له بندر سيمې څخه تښتول شوى و.
د نوموړي زوى سيد اکرام د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې پرون ماښام خوشې شوى او په خوشې کېدو کې يې حکومت هيڅ ډول همکاري نه ده کړې.
ده وويل: (( انسان تښتوونکو زما د پلار څلور ګوتې پرې کړي، پيسې مو ورکړې، پلار مو را خوشې کړ، خپل پلار د تداوى لپاره انتقالوو، حکومت زما د پلار په خلاصون کې هيڅ همکاري نه ده کړې.))
هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.
دغه راز د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري هم د سيد مجيب الله سادات خوشې کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د نوموړي په خوشې کېدو کورنۍ يې ډېرې هڅې کړې دي.
تيموري د سادات په خوشې کېدو کې د پيسو د ورکړې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونو هم په دې برخه کې همکاري کړې ده.
بل لورته د کندوز اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
د کندوز ښار اوسېدونکي شېراغا پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي چې ډېرى يې بيا د پيسو په مقابل کې بېرته خوشې کېږي.
هغه زياته کړه: (( اختطاف دلته په تجارت بدل شوى، حکومت د اختطافچيانو مخه نه نيسي، هر کس تښتول کېږي، بيا بېرته د پيسو په بدل کې خوشې کيږي.))
نوموړى وايي چې که په دې ولايت کې د انسان تښتونې مخه ونه نيول شي، ډېرى سوداګر به پانګونه بنده کړي.
د يادونې ده چې کندوز د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه دى چې په تېرو درېيو کلونو کې دوه ځلې يې سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن