د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار او لغمان کروندګر حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

د ننګرهار او لغمان کروندګر حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

Jun 24, 2018 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار او لغمان ولايتونو کروندګر وايي چې حاصلات يې تر پخوا ښه شوي؛ خو په دغه برخه کې د بازار او سړو خونو نه موجوديت له امله يې حاصلات د ګټې پرځای تاوان کوي.

دوی وايي، د هرې سبزۍ د حاصل په وخت کې په يوځل يوه سبزي راټولېږي چې د بازار د نه موجوديت له امله يې نرخونه ډېر ټيټ وي او پرې شوى لګښت هم نه پوره کوي.

کروندګر وايي، په شخصي او انفرادي توګه له کابل سربېره يو شمېر ولايتونو ته سبزيجات لېږي؛ خو وايي چې هغه هم ورته ډېره ګټه نه کوي.

د کرنيزو چارو کارپوهان بيا وايي، تر هغه وخته چې د فصلونو کرلو لپاره يو منظم ميکانيزم رامنځته نه شي، ناشونې ده چې حاصلات کروندګرو ته ګټه وکړي.

د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي کروندګر وايي، په هر موسم او د هرې سبزۍ په فصل کې يې حاصلات د ګټې پر ځای له زيان سره مخ کېږي.

دلته په ننګرهار کې سبزيجات تر ډېره سرخرود، بهسودو، کامې، ښېوې او د جلال اباد ښار څنګ ته پرتو ولسواليو کې کېږي، چې د اب و هوا د يو شان والي له امله په کې حاصلات په يوه وخت راټولېږي او تر ډېره کروندګرو ته د ګټې پرځای تاوان رسوي.

د بهسودو ولسوالۍ د خوش ګنبد د سيمې اوسېدونکی ضمير خان وايي، د ګلپيانو په حاصل کې يې تاوان کړی، روميانو کې يې يو څه ګټه کړې او اوس بانجان هم په تاوان خرڅوي.

هغه زياته کړه: ((نن سهار مې هم بادنجان منډوي ته وړي، من په لس کلدارې خرڅېدل، شل کلدارې يې له کرلو پرته په راټولولو او دلته بازار ته په راوړلو مصرف راغلی، که موږ ته بازار جوړ نه شي، نورو ولايتونو ته زموږ حاصلات لاړ نه شي؛ نو مجبور يو ځمکې يا خرڅې کړو او يا کر پرېږدو.))

د کامې ولسوالۍ يو قومي مشر او کروندګر حاجي محمد ضراب هم ورته څرګندونې کوي او وايي، که څه هم هلته منډوي هم موجود ده او سبزيجات يې ښه خرڅېږي؛ خو وايي نرخونه يې ډېر ټيټ دي.

د نوموړي په وينا، تر هغه وخته چې سړې خونې جوړې نه شي او د دوی سبزيجات ونه ساتل شي؛ نو په هر فصل کې به کروندګر د ګټې پر ځای تاوان کوي.

هاخوا د ګاونډي لغمان ولايت اوسېدونکي هم ورته شکايت لري او وايي، حکومت په ټوله کې د کروندګرو د ژوند ښه والي لپاره هېڅ پلان نه لري.

د قرغيو ولسوالۍ يو کروندګر قنداغا وايى چې تر پخوا يې حاصلات ښه شوي؛ خو بازار نه لري وايي، که حکومت د بازار او نرخونو د کنټرول برخې ته پام ونه کړي؛ نو کروندګر به د سبزيجاتو د کرلو پرځای بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

هغه وايي، دوه سړې خونې هم جوړې شوي؛ خو د چارواکو د بې غورۍ له امله يې لا هم پرانيسته نه ده شوې او زياتوي، که دغه خونې هم فعاليت پيل کړي، نو يو څه به يې ستونزې حل شي.

د لغمان يوه قومي مشر شاه مرد خان هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېری کرنيز حاصلات د بازار د نشتوالي او نرخونو د ټيټوالي له امله کروندګرو ته د ګټې پرځای تاوان رسوي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغې ستونزې د حل لپاره دې سړې خونې جوړې او هم دې د کابل ورهاخوا نورو ولايتونو ته د سبزيجاتو د لېږد لپاره زمينه برابره شي.

که څه هم تر ډېره د سبزيجاتو لپاره بازار موندل، هغوی ته د اصلاح شويو تخمونو برابرول او نور کرنيز خدمات په هر ولايت کې د کرنې رياستونو دنده ده؛ خو د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي پژواک سره د خبرو پرمهال کرنيزو حاصلاتو ته بازار موندنه د دوی له وظيفوي مسوليتونو بهر خبره ياده کړه.

هغه وويل: ((د کرنيزو حاصلاتو بازار موندل زموږ دنده نه ده، ترويج، د حاصلاتو کنټرول او ځينې نور مسايل يې موږ پورې تړلي دي.))

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د سبزيجاتو د بازار موندنې لپاره د دوو لويو منډوي ګانو ترڅنګ په ډېرو ولسواليو کې وړې منډوي ګانې او نور بازارونه جوړ شوي دي.

هاخوا د لغمان ولايت د کرنې رييس محمد جميل خوشحال که څه هم مني، چې د حاصلاتو بازار موندنې ستونزه موجود ده؛ خو وايي، د خصوصي سکتور په همکارۍ دغې برخې ته يو څه کار شوی دی.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ په لغمان کې ۱۳ لوی او واړه مارکېټونه لرو چې ۱۱ يې په شخصي لګښت رغول شوي او دغه راز مو دوه سړې خونې هم جوړې کړي؛ خو د برېښنا ستونزې له امله لا هم نه دي فعال.))

د نوموړي په وينا،د سړو خونو د فعالولو لپاره تر کوچني اختر څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت له مسوولينو سره خبرې شوې او نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي.

دی وايي، لويه ستونزه د حاصلاتو د بازار نه موجوديت په برخه کې دا ده چې په يوه وخت ټول کروندګر يو ډول حاصل راټولوي چې د بازار د تقاضا څو چنده زيات وي.

خوشحال زياتوي، د دغې ستونزې د حل لپاره يې د کروندګرو په اتحاديو کار پيل کړی او ډېر ژر به ددغو اتحاديو په فعاليت سره به ټول کروندګر د يو مهالوېش له مخې په يوه وخت بېلابېل سبزيجات کري، چې د ټولو لپاره به بازار موندنه اسانه وي.

د يادولو ده چې اوسمهال د ننګرهار او لغمان سربېره د دغو دوو ولايتونو سبزيجات د کابل په ګډون يو شمېر نورو شمالي او مرکزي ولايتونو ته هم انتقالېږي؛ خو بيا هم حاصلات کروندګرو ته ګټه نه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement