ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او لغمان کروندګر حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

د ننګرهار او لغمان کروندګر حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

author avatar
24 Jun 2018 - 11:25
د ننګرهار او لغمان کروندګر حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي
author avatar
24 Jun 2018 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار او لغمان ولايتونو کروندګر وايي چې حاصلات يې تر پخوا ښه شوي؛ خو په دغه برخه کې د بازار او سړو خونو نه موجوديت له امله يې حاصلات د ګټې پرځای تاوان کوي.

دوی وايي، د هرې سبزۍ د حاصل په وخت کې په يوځل يوه سبزي راټولېږي چې د بازار د نه موجوديت له امله يې نرخونه ډېر ټيټ وي او پرې شوى لګښت هم نه پوره کوي.

کروندګر وايي، په شخصي او انفرادي توګه له کابل سربېره يو شمېر ولايتونو ته سبزيجات لېږي؛ خو وايي چې هغه هم ورته ډېره ګټه نه کوي.

د کرنيزو چارو کارپوهان بيا وايي، تر هغه وخته چې د فصلونو کرلو لپاره يو منظم ميکانيزم رامنځته نه شي، ناشونې ده چې حاصلات کروندګرو ته ګټه وکړي.

د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي کروندګر وايي، په هر موسم او د هرې سبزۍ په فصل کې يې حاصلات د ګټې پر ځای له زيان سره مخ کېږي.

دلته په ننګرهار کې سبزيجات تر ډېره سرخرود، بهسودو، کامې، ښېوې او د جلال اباد ښار څنګ ته پرتو ولسواليو کې کېږي، چې د اب و هوا د يو شان والي له امله په کې حاصلات په يوه وخت راټولېږي او تر ډېره کروندګرو ته د ګټې پرځای تاوان رسوي.

د بهسودو ولسوالۍ د خوش ګنبد د سيمې اوسېدونکی ضمير خان وايي، د ګلپيانو په حاصل کې يې تاوان کړی، روميانو کې يې يو څه ګټه کړې او اوس بانجان هم په تاوان خرڅوي.

هغه زياته کړه: ((نن سهار مې هم بادنجان منډوي ته وړي، من په لس کلدارې خرڅېدل، شل کلدارې يې له کرلو پرته په راټولولو او دلته بازار ته په راوړلو مصرف راغلی، که موږ ته بازار جوړ نه شي، نورو ولايتونو ته زموږ حاصلات لاړ نه شي؛ نو مجبور يو ځمکې يا خرڅې کړو او يا کر پرېږدو.))

د کامې ولسوالۍ يو قومي مشر او کروندګر حاجي محمد ضراب هم ورته څرګندونې کوي او وايي، که څه هم هلته منډوي هم موجود ده او سبزيجات يې ښه خرڅېږي؛ خو وايي نرخونه يې ډېر ټيټ دي.

د نوموړي په وينا، تر هغه وخته چې سړې خونې جوړې نه شي او د دوی سبزيجات ونه ساتل شي؛ نو په هر فصل کې به کروندګر د ګټې پر ځای تاوان کوي.

هاخوا د ګاونډي لغمان ولايت اوسېدونکي هم ورته شکايت لري او وايي، حکومت په ټوله کې د کروندګرو د ژوند ښه والي لپاره هېڅ پلان نه لري.

د قرغيو ولسوالۍ يو کروندګر قنداغا وايى چې تر پخوا يې حاصلات ښه شوي؛ خو بازار نه لري وايي، که حکومت د بازار او نرخونو د کنټرول برخې ته پام ونه کړي؛ نو کروندګر به د سبزيجاتو د کرلو پرځای بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.