جلال اباد (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٧): د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل شمس الرحمن مسلميار له يوې چاودنې روغ وتلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په چپرهار ولسوالۍ کې شوې، خو مسلميار ته زيان نه دى اوښتى.
د چپرهار ولسوال حاجي غالب مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې د شمس الرحمن مسلميار پر کاروان دوه چاودنې شوې، هغه ترې روغ وتلى، خو يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.
تر دې مخکې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل چې پر ورور يې چاودنې شوې او په خپله له جرګې ووت او ولاړو.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن