کابل (پژواک، ۳چنګاښ ۹۷): د ملګرو ملتو( یوناما) دفتر مخې ته د هلمند د سولې کاروان د تحصن په ترسره کولو له یاد سازمان څخه د سولې د راتلو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د کاروان غړي "موږ سوله غواړو"،"د افغانستان د سولې او امن لپاره ستاسو د ټولو ادارو پایله څه ده؟" او "جګړه او افغان وژنه نور بس ده" تر سرلیک لاندې په لاس لیکلو شعارونو سره د یوناما دفتر مخې ته کېناستل او له دوی یې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو غوښتنه وکړه.
د یادو کسانو په استازيتوب خیبر اقبال د یوناما دفتر مخکې وویل، له یاد تحصن څخه یې موخه پر هغو هېوادونو د فشار راوړل دي چې د افغانستان د سولې په بهیر اغېز کولای شي.
نوموړي زیاته کړه، د هلمند د سولې کاروان د ملګرو ملتونو د سازمان له هغو غړو هېوادونو چې په جګړه کې ښکېل دي غواړي چې د یاد جنګ د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي، تر څو په هېواد کې سوله او امن راشي.
اقبال وايي، یاد تحصن به درې ورځې دوام ولري او له دې وروسته به د سولې کاروان د پاکستان، ایران، روسيې او امريکا سفارتونو مخې ته هم پرلت ووهي؛ تر څو یادو هېوادونو ته خپل غږ ورسوي.
دغه سوله غوښتونکي مدني فعال زیاته کړه، د سولې کاروان ته یې ويلي چې طالبانو ته د ورتګ او له هغو څخه د سولې د منلو پر ځای د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکا څخه وغواړي چې د سولې لپاره لاره هواره کړي.
د اوربند رامنځ ته کېدل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره د ځای مشخص کول، د ګډ حکومت جوړېدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش د سولې د کاروان له غوښتنو څخه دي.
د سولې کاروان په ٣٨ورځو کې د ۷۰۰ کيلو متره پلي تګ او دخلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸ مه کابل ته راورسېد او ولسمشر د دوی د لیدنې لپاره د کابل ښار حضوري چمن ته لاړ او د هغوی له یاد سوله غوښتونکي مدني حرکت څخه یې ملاتړ وکړ.
د سولې کاروان په نظر کې لري چې د خلکو د پام راګرځولو په موخه څه وخت په کابل کې پاتې شي او وروسته د هېواد شمالي ولایتونو لکه بلخ، جوزجان، فاریاب، او له هغه ځایه بادغېس او هرات ته لاړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن