ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنو کمېسيون دې د غزني ولايتي دفتر فعال کړي”

“د ټاکنو کمېسيون دې د غزني ولايتي دفتر فعال کړي”

author avatar
24 Jun 2018 - 14:42
“د ټاکنو کمېسيون دې د غزني ولايتي دفتر فعال کړي”
author avatar
24 Jun 2018 - 14:42

 کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۷): د غزني ځينې اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر د خلاصېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که تر يوې اوونۍ پورې ددوى غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړل شو، په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.  

 ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي، د نوم ليکنې دوه مرحلې په مرکز، ولايتونو او ولسواليو کې بشپړې شوې دي، خو په کليو کې به د چنګاښ تر ١٥مه پورې دوام ولري.

 د ولسي جرګې لپاره يوه انتخاباتي حوزه په نظر کې نيول شوې، خو د غزني ځينې اوسېدونکي په دغه ولايت کې د څو ټاکنيزو حوزو غوښتونکي دي، هغوى نه يواځې تراوسه نوم ليکنه نه ده کړې، بلکې د اعتراض په ډول يې له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون دفتر هم تړلى دى.    

 هغوى وايي چې که په غزني کې ټاکنې په حوزوي بڼه ترسره نه شي، نو ددغه ولايت د زياتره ولسواليو چې ناامنه دي، خلک به يې د مخکې په څېر په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شي.  

د راپورونو په اساس، تراوسه ددغه ولايت په ولسواليو هېڅ کس د رايې ورکولو لپاره نوم ليکنه نه ده کړې، ددغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دفتر تړلى دى او ولسواليو ته يې د ټاکنيزو توکو د لېږد په موخه موافقه نه ده شوې.

نن د غبرګولي په ٣مه له شلو تنو ډېرو د غزني اوسېدونکو په ياد ولايت کې د ټاکنو کمېسيون د دفتر د تړلو په غبرګون کې په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال ددغې ستونزې د حل او د ياد دفتر د خلاصېدو غوښتنه وکړه . 

ددغو کسانو له ډلې د جمعه خان پويا په نامه يوه مدني فعال په غزني کې د ټاکنو له حوزوي کېدو سره مخالفت وښوداو ويې ويل چې غزني د افغانستان جز دى او په دغه ولايت کې دې هم د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر ټاکنې تر سره شي.

هغه وويل، په ټاکنو ګډون د هرچا حق دى او کمېسيون مکلف دى چې ټولو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه مساعده کړي.

يوې بلې مدني فعالې ملکه قاسمي په دې ناسته کې وويل چې کمېسيون بايد مستقل عمل وکړي او د غزني ولايتي دفتر دې فعال کړي.

په هغه پرېکړه ليک کې چې په نننۍ ناسته کې صادر شو، راغلي چې په دې موضوع کې په حکومت کې دننه او له حکومته بهر يوشمېر سياسي کړۍ رول لري.     

په پرېکړه ليک کې زياته شوې: ((موږ مدني فعالان حکومت او نړيوالې ټولنې ته يوه اوونۍ وخت ورکوو چې هرڅه ژر دې د غزني د ټاکنو ولايتي دفتر خلاص کړي که نه موږ د غزني اوسېدونکي به په غزني او کابل کې په پراخو لاريونونو لاس پورې کړو .))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوشمېر کسانو د غبرګولي په ٢٣مه ويلي و، چې دغه ستونزه  به په دوه ورځو کې حل کړي، خو تراوسه لا نه ده حل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.