فراه (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د فراه د ملي امنيت يوه کارکوونکې وژلې او د هغې مور يې ټپي کړې ده.
د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فراه د ملي امنيت يوه کارکوونکې مهتاب تېره ورځ مازديګر مهال له خپلې مور سره يو ځاى له بازاره کور ته پر لاره وه چې د فراه د مرکز اړوند په چاربرجک سيمه کې ناپېژاندو وسله والو پرې بريد وکړ.
هغه وايي چې په بريد کې مهتاب وژل شوې او مور يې ټپي ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري د وژل شوې ښځې د پېژندګلوۍ په اړه څه نه وايي، خو تاييدوي چې د وسله والو په يو بريد کې يوه ښځه وژل شوې او مور يې ټپي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند هم د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې د ياد بريد په تړاو يو کس نيول شوى دى.
تر دې دمه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن