جلال اباد (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٧) : د ننګرهار چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار د وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی داعش قوماندان ووژل شو .
د تېرې روژې مياشتې او اختر ورځو کې دداعش په بريدونو کې په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د چپرهار ولسوالۍ په سفري سيمه کې علميات کړي دي.
هغه زياته کړه، ددې عملياتو په پايله کې د داعش وسله والو مهم قوماندان ادم خان چې د جلال اباد ښار وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی و، ووژل شو.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې، نوموړي د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي، مستوفيت، طب پوهنځي او پوهنې رياست او پښتونستان څلور لارې بريدونه، چې په کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، طرحه او رهبري کړي وو.
د سرچينې په وينا، ياد قوماندان په جلال اباد ښار کې يو شمېر نور بريدونه هم طرحه کړي وو، چې له تطبيق څخه مخکې شنډ شول.
دغه راز د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې ځايي چارواکو ويلي وو چې په هسکه مينه ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يې دداعش ډلې يو شمېر هغه کسان وژلي چې د ننګرهار په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن