لښکرګاه(پژواک،٣چنګاښ۹۷):هلمند کې سلګونو لاريون کوونکو له حکومت او طالبانو څخه د سولې په تړاو د مذاکراتو د پيلولو غوښتنه وکړه.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چنګاښ په درېيمه سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمان او ځوانانو د سولې په تړاو لاريون وکړ.
د دې کسانو په استازيتوب قومي مشر امير حفيظ الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره بايد افغانان په خپلو کې سره خبرې پيل کړي.
هغه وايي: ((خارجيان هيڅ وخت موږ ته سوله نه شي راوستى، دا زموږ خپل کار دى چې بايد سوله وکړو.))
نوموړى زياتوي چې د هلمند يو شمېر اوسېدونکي به طالبانو ته ورشي، ترڅو جګړه بنده او د سولې مذاکراتو لپاره هلې ځلې پيل کړي.
دغه راز بل لاريون کوونکي اخترمحمد باديزي وويل چې افغانان په تېرو ٤٠ کلونو کې د نورو لپاره قربانې ورکړې، خو نور دا کار نه کوي.
ده زياته کړه: ((اوس موږ د اوربند خوند وڅکه، نور کوښښ کوو چې په افغانستان کې د اوربند لپاره کار وکړو ترڅو سوله راشي.))
همدارنګه د هلمند د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وويل چې د افغانستان ډېرى اوسېدونکي د سولې غوښتونکي دي، نو حکومت او طالبان بايد هر څه ژر د سولې مذاکرات پيل کړي.
هغه وويل: ((موږ له طالبانو هم د اوربند لپاره موافقه غواړو، د ستونزې د دوامداره حل لپاره بايد د سولې خبرې اترې پيل شي.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغو لاريون کوونکو د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې د سولې د خبرو اترو پر پيل او د سياسي زندانيانو پر خوشې کېدو ټينګار شوى وو.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ د هلمند د سوله غوښتوونکو کاروان تر ٣٨ ورځو پلي مزل وروسته کابل ته ورسېدل او له حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتو د پيل جدي غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن