ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې ښځو هم له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

پکتيا کې ښځو هم له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

author avatar
25 Jun 2018 - 14:09
پکتيا کې ښځو هم له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه
author avatar
25 Jun 2018 - 14:09

ګردېز(پژواک،٤چنګاښ٩٧): د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو ښځو هم له وسله والو طالبانو څخه د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دغو ښځو د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت او مخالفينو دوه اړخيز اوربند هيله بښونکی وباله او ويې ويل چې د اوربند په دې ورځو کې څرګنده شوه چې سوله د ټولو غوښتنه ده.

يادې ښځې د چنګاښ په څلورمه د پکتيا ولايت د ښځو شبکې په دفتر کې را ټولې شوې وې.

د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت وويل چې د جګړو ډېر زيان نجونو او مېرمنو ته رسېږي او په دواړو خواوو کې وژل کېدونکي کسان د مېرمنو وروڼه، زامن او اولادونه دي.

همت له حکومت څخه د اوربند په اعلان او تمديد کې د ولس د غوښتنې په منلو مننه وکړه او له طالب چارواکو او سياسي ګوندونو غواړي چې د اوربند غځېدو او د سولې ټينګښت ته جدي کار وکړي.

دې وويل: ((که په جګړه کې سړی مري، نو حتمن به د يوې مور اولاد، د يوې خور ورور، د يوې ښځې مېړه او د يوې نجلۍ نامزاد وي، نو تقريبا ټول تاوان په اول سر کې په مستقيم ډول نجونو او ښځو ته رسيږي؛ موږ له طالبانو غواړو چې خپلو خويندو، مېندو او اولادونو ته وګوري، جنګ دې بس کړي او خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې وړاندې کړي.))

دغه راز د ښځو په استازيتوب زرمينې څمکنۍ وويل چې د ټولنې د نورو غړو په څېر مېرمنې او نجونې هم سوله غواړي او د جنګ، جګړو له امله د ژوند له ډېرو حقونو بې برخې شوې دي.

مېرمن څمکنۍ د پکتيا له مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل چې د سولې او ثبات په ټينګولو کې صادقانه او جدي هلې ځلې وکړي او د نورو انسانانو د وژل کېدو او تباهۍ مخه دې ونيسي.

نوموړې وويل چې هېڅ اندېښنه نه لري، چې په سوله کې به د دوی حقونو ته کوم زيان ورسېږي او زياته يې کړه :((موږ هغه حقوق غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې وي او دا حقوق موږ ته ټول راکوي او غواړو يې؛ موږ د پکتيا له مشرانو چې ډېرې لويې مسئلې يې د جرګو او مرکو له لارې حل کړې دي، غواړو چې په ټينګ عزم او صداقت له حکومت او طالبانو سره کېني، څو دا اوربند دايمي کړي او سوله راولي.))

دغه راز مدني فعالې جميلې وويل چې جګړه د حل لاره نه ده او وسله وال طالبان بايد د خبرو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

نوموړې وويل چې لومړی بايد اوربند او د اوربند په جريان کې د بهرنيو کړيو او هېوادونو له لاسوهنې پرته په خپلواک ډول په ټولو مسايلو او شرطونو خبرې وشي.

هغې زياته کړه: (( زه ډاډه يم چې له دې لارې به طالبان له حکومت سره مطلوبې پايلې ته ورسېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.