ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ او کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړېدو ننګرهار کې د توکو بيې لوړې کړې دي

د افغانۍ او کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړېدو ننګرهار کې د توکو بيې لوړې کړې دي

author avatar
25 Jun 2018 - 16:31
د افغانۍ او کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړېدو ننګرهار کې د توکو بيې لوړې کړې دي
author avatar
25 Jun 2018 - 16:31

جلال اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۷): وروسته له هغه چې د افغانۍ او کلدارو په مقابل کې د ډالرو ارزښت لوړ شو، له امله يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د توکو بيې لوړې شوې.

سوداګر وايي، خوراکي او غير خوراکي توکي له بهرنيو هېوادونو په ډالرو راوړي او د دغه بانک نوټ د ارزښت د زياتوالي له امله ورته اجناس لوړ تمامېږي؛ نو ځکه په بازارونو کې هم قېمتونه لوړ شوي دي.

نن د چنګاښ په ۴مه د جلال اباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې يو ډالر د افغانيو په مقابل کې ۷۲ اعشاريه ۶۰ پيسې او د کلدارو په مقابل کې ۱۲۶ څخه لوړ تبادله کېده.

 د جلال اباد ښار دوکانداران هم د ډالرو ارزښت زياتوالي اندېښمن کړي او وايي، که وضعيت همداسې دوام وکړي، ښايي يا دوکانداري بنده کړي او يا هم د ګټې پرځای زيان وکړي.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د مېخ فروشۍ کوڅې د تعميراتي توکو يو دوکاندار رحمن الله پژواک ته وويل، تېره ورځ يې له پېښور څخه اجناس راغوښتل؛ خو د کلدارو په مقابل کې د ډالرو لوړوالي له امله يې هېڅ نه دي راوړي.

هغه وايي: ((که په لوړه بيه يې راوړو؛ يو خو يې دلته خلک په لوړ قيمت اخلي نه او بله ستونزه دا ده، که موږ يې په لوړ قيمت راوړو او يو ځل ډالر ښکته لاړ شي؛ نو هم زموږ تاوان دی.))

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې سيمې د خوراکي توکو يو دوکاندار حاجي ودود هډه وال هم پژواک ته وويل چې د ډالرو ارزښت لوړېدو د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ کړي دي.

ده زياته کړه:((موږ هر سهار اول ډالر بيه کوو، بيا نرخونه ټاکو،اختر نه وړاندې يوه بورۍ تاجکي اوړه په ۱۹۰۰ کلدارې و؛ خو اوس په ۲۱۵۰ افغانۍ دي، همداسې بوره بورۍ په ۲۴۰۰ وه اوس ۲۸۵۰ ته پورته شوې، غوړي هم په همدې ترتيب او نور شيان هم.))

د جلال اباد ښار يوتن اوسېدونکى رضوان الله وايي چې ورځ تر بلې د توکو بيې لوړېږي او حکومت يې هېڅ پوښتنه نه کوي.

هغه پژواک ته وويل،دلته ډېر کاروبار په کلدارو کېږي او کله چې د ډالرو بيه لوړه شوې، نو د توکو بيې هم ورسره لوړې شوې دي.

د ننګرهار د اصنافو او سوداګرو اتحاديه هم وايي، د ډالرو ارزښت لوړېدو له امله جلال اباد ښار کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

د دغې اتحايې مرستيال عزيز الرحمن عرب پژواک ته وويل چې د ټولو اجناسو په بيه کې شاوخوا ۱۲ سلنه زياتوالی راغلی او علت يې هم د افغانيو او کلدارو په مقابل کې د ډالر ارزښت زياتوالى دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.