ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اورګون زون د سولې کاروان  ښرنې ته ورسېد

د اورګون زون د سولې کاروان ښرنې ته ورسېد

author avatar
25 Jun 2018 - 19:09
د اورګون زون د سولې کاروان  ښرنې ته ورسېد
author avatar
25 Jun 2018 - 19:09

ښرنه (پژواک،٤چنګاښ٩٧): د پکتيکا د اورګون زون د نهو ولسواليو له سلګونو کسانو د سولې جوړ شوى کاروان مرکز ښرنې ته ورسېد او له يو شمېر کسانو سره يې د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د سولې دغه له سلګونو کسانو جوړ شوى کاروان نن د چنګاښ څلورمه له غرمې مخکې مرکز ښرنې ته ورسېد او پر بېلابېلو سيمو وګرځېدل.

د دغه کاروان غړي او قومي مشر سيد اکبر اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې کاروان يواځنۍ موخه سوله ده او په هيڅ ډلې ټپلې پورې تړاو نه لري.

هغه زياته کړه چې ولس نور ويښ شوى او نه غواړي په هېواد کې نوره ورور وژنه تر سره شي، نو له همدې امله د ولسي تحريک کاروان د دايمي اوربند د سولې راوستو په موخه هڅې پيل کړې دي او غواړي د سولې دغه غږ د لويې پکتيا په کچه ټولو هېوادوالو ته ورسوي.

دغه راز د دې کاروان بل غړي يعقوب خان منظور هم په خپلو خبرو کې وويل چې پنځه سوه کسان ددې کاروان غړي دي او يواځنې موخه يې سوله ده.

هغه وويل : (( دا ولس دنده ده چې طالبان او حکومت سولې ته اړ کړي.))

د دې کاروان يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې.

داسې مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي چې وسله والو طالبانو نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سولې له دې حرکتونو سره څرګند مخالفت وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.