پل علم (پژواک،۴چنګاښ۹۷):د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د کابل-لوګر د دويم سړک چارې تر شپږ اوونيو وروسته يو ځل بيا پيل شوې.
د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سړک چارې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بندې کړې وې.
هغه وايي: (( شپږ اوونۍ مخکې طالبانو د سړک جوړونکي شرکت د کارکوونکو پر وسايطو بريد وکړ او د کار د درولو ګواښ يې وکړ.))
ولسوال وايي چې له دې بريد وروسته کار په ټپه درېدلى و، خو نن يو ځل بيا پيل شو.
نوموړي د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل: (( تر دې وروسته به يې کارونه نه بنديږي که چېرې کوم مشکل پيدا شي نو موږ به يې ورته حتمن حل کوو.))
دغه راز د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم د ياد سړک د کار د بېرته پيل خبر ورکړ او ويې ويل چې د دې سړک چارې د والي او خلکو په هڅو بېرته پيل شوې دي.
همدارنګه د محمد اغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړي حاجي رفيق پژواک ته وويل چې دا مهال د سړک د جوړېدو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او کار يې بېرته پيل شوى دى.
هغه وايي چې حکومت بايد د دې سړک د امنيت په ټينګښټ کې ناغېړي ونه کړي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې طالبان د ټولګټو پروژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.
هغه دا هم ويلي و، هر شرکت چې د رغوني چارې ترسره کوي، بايد د طالبانو د تدارکاتو له کمېسيون څخه جواز ترلاسه کړي.
د يادونې ده، د کابل- لوګر د دويم سړک چارې په درېيو برخو وېشل شوې چې د لومړۍ برخې چارې يې وړم کال، د دويمې برخې يې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې پیل شوې، خو د درېيمې برخې کار يې تر اوسه نه دى پيل شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن