ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ عالمانو د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه

د کونړ عالمانو د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه

author avatar
25 Jun 2018 - 20:15
د کونړ عالمانو د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه
author avatar
25 Jun 2018 - 20:15

اسعد اباد (پژواک ٤ چنګاښ ٩٧): د کونړ ديني عالمانو په هېواد کې د اوربند غځېدو غوښتنه وکړه او هم يې په هېواد کې د سولې په تړاو د کعبې د امام د وروستۍ خطبې ملاتړ وکړ.

د کونړ د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ورورولۍ د ټينګښت په برخه کې د اسلام د ستر مرکز د امامانو خطبې او لارښوونې خورا مهمې دي.

نوموړي د سعودي له پاچا هم مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د اوربند ملاتړ کړى دى.

د کونړ د ارشاد، حج او اوقافو رئيس نورالمعبود احساس وويل چې سوله د ملت غوښتنه او حرمين الشريفين د مسلمان امت د مسايلو د هواري ستره مرجع ده.

نوموړي د اسلامي نړۍ او ځانګړي ډول د ګاونډيو اسلامي هېوادونو له ديني عالمانو وغوښتل چې د حرمينو د امامانو په پل، پل کېږدي او په افغانستان کې د روانې ناروا جګړې د پاى ته رسېدو لپاره خپل ايماني او اسلامي مسووليت ترسره کړي.

هغه د هلمند او کونړ له ځوانانو هم مننه وکړه چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره يې مدني حرکتونه پيل کړي دي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل، حکومت سولې ته ژمن دى، ديني عالمان، ځوانان، مخور او روحانيون کولاى شي بې له کومې ستونزې له وسله والو سره اړيکې ټينګې کړي او سولې ته يې وهڅوي.

ده زياته کړه، هېوادوالو ته اوس جوته شوه چې افغان ولس نور له جګړې ستړى او په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي، دا زموږ د ټولو ګډ اسلامي او ملي مسووليت دى چې د ولسونو هيلو ته د رسېدو او د هېواد د سوکاله راتلونکي لپاره جدي او واقعي هڅې پيل کړو.

ياده شوې غونډه د علماوو په څو ماده ييز پرېکړه ليک پاى ته ورسېده چې د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند د غځېدو، بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو، د جګړو غندنه او په افغانستان کې د دايمې سولې په ټينګښت کې د اسلامي نړۍ ملاتړ او فعال رول غوښتنه په کې شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.