ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرور دانش: په کلتوري برخه کې دولت خپل مسووليت په ښه ډول نه دی تر سره کړی

سرور دانش: په کلتوري برخه کې دولت خپل مسووليت په ښه ډول نه دی تر سره کړی

author avatar
25 Jun 2018 - 18:59
سرور دانش: په کلتوري برخه کې دولت خپل مسووليت په ښه ډول نه دی تر سره کړی
author avatar
25 Jun 2018 - 18:59

کابل (پژواک،٤چنګاښ٩٧): د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې کلتوري پديدو ته لومړيتوب نه دی ورکړل شوی او دولت په کلتوري برخه کې په ښه ډول خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.

 د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د سرپرستې حسینه صافۍ د ورپېژندلو په مراسمو کې د خبرو په جریان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارونه مهم او اساسي وبلل.

د افغان دولت یاد لوړپوړي چارواکي په کلتوري برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت  مسوولیتونه تر نورو دولتي ادراو مهم یاد کړل او ويي ويل چې یاد وزارت د ملت له کلتور رغونې سره هر اړخیز سر او کار لري.

نوموړی د افغانستان په اساسي قانون کې د کلتور رول ښکاره بولي او وایي، د هغه په رڼا کې یو شمېر رسنیز او کلتوري فرعي قوانین هم تصویب شوي دي.

هغه په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې کلتوري پديدو ته لومړيتوب نه دی ورکړل شوی او د هغه ارزښت په ښه ډول نه دی درک شوی او وایي: (( له بده مرغه باید ومنو چې دولت مو په دې برخه کې ډېرې ناکامۍ لري او د قوانینو د تطبیق په برخه کې بریالى نه دى.)  (

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په باور، غیردولتي بنسټونو په دې برخه کې ناغېړي نه ده کړې او تل یې د هنر د رامنځته کېدو، کسب، رسنیز کېدو او ... په برخه کې مخکې والی کړی، خو دولتي برخې بیا خپل مسوولیتونه په سم ډول نه دي ترسره کړي.

 دانش د مذهبي افراطیت ډېروالی د مذهب او کلتور په برخه کې د کم کار له امله بولي او په دې برخه کې د کمی شتون  یې د افغانستان د رسمي او دولتي بنسټونو په غاړه واچاوه.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو نړیوالو مرستو  د جذب په برخه کې چې د بامیانو د بودا د مجسمې د بیارغونې لپاره اعلان شوې وې، کمزوری یاد کړ.

د ولسمشر مرستیال د سفرونو په برخه کې د افغان دولت بالقوه ځواک هم کمزورى او بحراني بیان کړ.

 نوموړي د ډله ییزو رسنیو برخه، د بیان او رسنیو ازادي د هېواد د پرمختګ یوه برخه وبلله؛ خو د رسنیو د قانوني کېدو په برخه کې د مديریت نه شتون یوه ستونزه بولي.

دانش له فساد سره مبارزه او اصلاحات د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تازه رهبرۍ اساسي لومړيتوبونه بولي او يادې  وزيرې یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.