ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د جرمني ويجاړه کونسلګري د روږدو کسانو پر مرکز بدل شوې

مزار کې د جرمني ويجاړه کونسلګري د روږدو کسانو پر مرکز بدل شوې

author avatar
25 Jun 2018 - 15:41
مزار کې د جرمني ويجاړه کونسلګري د روږدو کسانو پر مرکز بدل شوې
author avatar
25 Jun 2018 - 15:41

مزار شريف ( پژواک، ۴چنګاښ۹۷): د بلخ مرکز مزار شريف ښارکې د المان کونسلګرۍ پخوانۍ ودانۍ اوس د روږدو کسانو د راټولېدو او نشې پر مرکز بدله شوې ده.

د المان کونسلګري د مزار شريف ښار پنځمې ناحيې اړوند د حضرت علي روضې يو کيلومترۍ کې موقعيت درلودچې دوه کاله وړاندې موټر بم بريد پرې وشو.

له بريد وروسته المان په موقت ډول مزار شريف کې د يادې کونسلګرۍ چارې ودرولې، خو وروسته يې بيا په مارمل کمپ کې بېرته خپلې چارې پيل کړې.

له هماغه وخت راهيسې د جرمنۍ کونسلګرۍ  پخوانۍ ودانۍ په ويجاړ حالت پاتې ده چې اوس په کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو ځای نيولی دی.

د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي او دوکانداران شکايت کوي چې يادو روږدو کسانو ورته ډول ډول ستونزې پيدا کړې دي.

دوی له اړونده چارواکو غواړي چې په دغه ځای کې د راټولېدونکو روږدو کسانو مخه دې ونيسي.

د سيد اسحاق په نامه يوتن  مزار شريف کې د جرمنۍ کونسلګرۍ د زړې ودانۍ مخې ته د عمومي سړک ښي لور ته د خوراکي توکو د پلور دوکان لري.

نوموړي وايي چې دغلته پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له ځای نيولو سره يې پېر او پلور له نيمايي هم راټيټ شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې زياته کړه چې پر دغه لاره پلي تېرېدونکي خلک د ډله ډله نشه يانو پر ليدو د وېرې احساس کوي.

سيد اسحاق وايي : (( د ښار په دې مهم موقعيت کې دا ودانۍ تر اوسه ويجاړه پرته ده، بده خو يې لا دا چې اوس نشه يانو په کې ځای نيولی، شپې په کې کوي او د سيمې خلکو ته يې ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.))

نوموړی وايي،څو ځله يې د دوکان له مخې توکي ورک شوي چې په وينا يې د همدې نشه يانو له خوا غلا شوي دي.

د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې شکريه، چې د دوولسم ټولګي زده کونکې ده او هره ورځ بايد پر همدې لار ښوونځي ته لاړه شي وايي چې ياد ځای کې د روږدو کسانو زياتوالي يې  د ارامۍ احساس ورڅخه اخيستی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.