ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوه ولسي پاڅون کوونکي او اته داعش وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې دوه ولسي پاڅون کوونکي او اته داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
25 Jun 2018 - 14:47
ننګرهار کې دوه ولسي پاڅون کوونکي او اته داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
25 Jun 2018 - 14:47

جلال اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته شوې چې دوه ولسي پاڅون کوونکي او اته داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.

چارواکي دغه راز په ياده نښته کې د دوو ولسي پاڅون کوونکو د ټپي کېدو او د درې داعش وسله والو د ژوندي نيول کېدو يادونه هم کوي.

بلخوا راپورونه وايي، له داعش وسله والو سره د جګړې سيمه کې مېشتو د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدير اړوند کسانو له يوه وسله وال څخه سر هم غوڅ کړی دی.

پژواک اژانس هغه ويډيو هم ترلاسه کړې چې په کې د ملېشه ځواکونو په لاس کې د يو وسله وال غوڅ شوی سر ترسترګو کېږي؛ خو ولايتي اداره او د ظاهر قدير اړوند يوې سرچينې دا راپورونه رد کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۴مه پژواک ته وويل چې د نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاڅون کوونکو پر داعش وسله والو بريد کړی چې جګړه رامنځته شوې ده.

دی وايي، د يادې نښتې پرمهال اته داعش وسله وال وژل شوي او درې ژوندي نيول شوي او دغه راز دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

نوموړی که څه هم وايي چې جګړه د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري شوې؛ خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې جګړه د ظاهر قدير اړوند د ملېشه ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ شوې ده.

د ظاهر قدير دفتر هم پژواک سره په خبرو کې د دوی د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په نازيانو کې روانه جګړه تاييد کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جګړې پرمهال لس داعش وسله وال وژل شوي، نږدې اته نور ټپيان دي او دغه راز درې تنه يې ژوندي نيول شوي چې يو يې د ترکيې هېواد اړوند دی.

د يادې سرچينې په وينا، د دغې نښتې پرمهال دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د سيمې يو اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک سره د خبرو پرمهال ويلي، چې د داعش وسله والو او د ظاهر قدير اړوند ځواکونو له لوري تېره شپه جګړه شوې ده.

هغه وويل، د جګړې پرمهال دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او ولسي پاڅون کوونکو له څو داعش وسله والو سرونه هم غوڅ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.