جلال اباد (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د چنګاښ په څلورمه پژواک ته وويل چې بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې له لارې تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ او چونګي سیمو کې هوایي بريدونه ترسره کړي دي.
دی وايي، يادو بریدونو کې چې د داعشیانو پر مهمو پټنځایونو ترسره شول،شپږ داعش وسله وال ووژل شول .
په همدې حال کې د ملي اردو د څلورمې لوا سرتېرو د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خېلو سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د والي وياند وايي چې ددغو عملياتو په ترڅ کې یوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي دي .
په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله ولو له لوري يو ځای پر ځای شوی ماین د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن