کندهار ښار (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٧) : د کندهار ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې وسله والو مخالفينو، ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د چنګاښ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د شاوليکوټ ولسوالۍ په تنابچي سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ چې پولیسو یې پر وړاندې مقاومت وکړ.
هغه زیاتوي، په دې جګړه کې ۷ وسله وال او يو پولیس وژل شوي، ۳ پولیس او ۵ وسله وال ټپیان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يو بل خبر له مخې، ددې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوه توغندي د لګېدو له امله ۶ مېرمنې ټپيانې شوې دي.
د امنیې قومدانۍ ویاند ضيا درانى وايي چې توغندی تېره شپه يوه نيمه بجه د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوه کور لګېدلی چې له امله يې د يوې کورنۍ شپږ مېرمنې ټپيانې شوې دي.
هغه وايي، توغندی وسله والو توغولی دی.
خو ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن