غزني ښار(پژواک،٤چنګاښ٩٧): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يو روغتون د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه روغتيايي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د اندړو ولسوالۍ پر مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
د قوماندان په وينا، د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري پر روغتون توغول شوې ده.
د مشعل د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دې روغتون د فارمسۍ برخې مرستيال وژل شوى او يو بل واکسيناتور ټپي شوى دى.
دغه راز د غزني د عامې روغتیا ريیس ډاکتر ظاهر شاه نیکمل هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې د فارمسۍ مرستيال ځاى پرځاى وژل شوى او واکسيناتور د درملنې په موخه کابل ته انتقال شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې اندړ د غزني ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن