ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي خلک د چاپېريال ککړونکو توکو له ډېرېدو اندېښمن دي

د دايکنډي خلک د چاپېريال ککړونکو توکو له ډېرېدو اندېښمن دي

author avatar
26 Jun 2018 - 10:49
د دايکنډي خلک د چاپېريال ککړونکو توکو له ډېرېدو اندېښمن دي
author avatar
26 Jun 2018 - 10:49

نيلي(پژواک، ٥چنګاښ ۹۷): د دايکنډي ولايت يو شمېر اوسېدونکو ددغه ولايت چاپېريال ته د حکومت د نه پاملرنې له امله شکايت وکړ او وايي چې د ياد ولايت په نيلي ښار کې د چاپېريال ککړونکي توکي ډېر شوي او دا چاره د خلکو د ناروغۍ کچې د زياتوالي لامل شوې ده.

 د دايکنډي ولايت د نيلي ښار اوسېدونکی رحمت الله قاسمي وايي، له بده مرغه چې د نيلي ښار لارې کوڅې د پلاستيکي کڅوړو په ګډون د چاپېريال ککړونکي توکي ډېر او ددې لامل شوي چې له امله يې يو شمېر کسان په بېلا بېلو ناروغيو اخته شي.

 د دايکنډي ولايت د نيلي ښار يو بل اوسېدونکي نبيل محمودي پژواک ته وويل چې د ښار په لارو کوڅو کې د پلاستيک غورځېدو له امله ډېرې ستونزې رامنځ ته شوې، د پلاستيک شتون د استفادې وړ نه دی ،چاپېريال ککړوي او کله يې چې خلک تنفس کړي په ډېرو ناروغيو اخته کېږي.

 هغه زياته کړه چې ددغه ولايت له ښاروالۍ څخه څو څو ځلې غوښتل شوي چې له ککړتيا څخه د ښار پاکولو لپاره دې لا ډېرې هڅې و کړي، خو يادې ادارې د ښار پاکوالي ته هېڅ پام نه دی کړی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د چاپېريال وضعيت لا پسې خرابېږي.

د دايکنډي ښار يوې بلې اوسېدونکې محبوبې رستګار وويل:" د نيلي ښار د خلکو د کمزوري کلتور او حکومت د کمې پاملرنې له امله، په رښتيا چې په يوه چټل ښار بدل شوی او له ککړو توکو څخه ډک دی، څو څو ځله مو خپل غږ پورته کړی، خو په دې ولايت کې د اورېدو څوک نشته."

هغې وويل چې د چاپېريال ساتنې رياست د پلاستيکي کڅوړو پرځای د ټوکر له کڅوړو څخه د کار اخيستنې کلتور په دودېدو کې لټي کوي او خلک چې د پوهاوي کچه يې کمه ده، د ښار په دننه کې استفاده شوي پلاستيکونه غور ځوي.

د دايکنډي دغه اوسېدونکې وايي چې د نيلي ښاروالي هغه پلاستيکونه چې له ښار څخه راټولوي، لرې ځای ته يې نه لېږدوي او د خلکو له کورونو سره نږدې يې سوځوي چې د دود له امله يې هوا ککړه شوې او د ښار خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

له بلې خوا ځينې روغتيايي متخصصين هم وايي چې پلاستيک، د پولي کار بونيټ په نامه يو ډول کيمياوي ماده لري چې د سلګونو کلونو په تېرېدو سره له منځه نه ځي او له پلاستيک څخه استفاده د سرطان په ګډون د ډېرو ناروغيو لامل کېږي.

 په ورته وخت کې د نيلي ښاروالي وايي چې د يادې ادارې د پاکولو ټيم تل هڅه کړې، هغه مواد چې د هوا او چاپېريال د ککړتيا لامل ګرځي راټول او له ښار څخه لرې سيمې ته يې يو سي.

 د نيلي ښاروال انجنير نور محمد صداقت پژواک ته وويل چې د پوره بوديجې نه شتون له امله د ښاروالۍ د پاکولو ټيم د کسانو شمېر کم دی، خو بيا هم د امکان تر کچې هڅه شوې چې د ښار له داخل څخه کثافات راټول کړي.

 له بلې خوا د چاپېريال ساتنې رياست سرپرست خداداد ناطقي وويل:" موږ د پلاستيک پر ځای د کاغذي کڅوړو د استفادې کلتور دودولو پروګرام مو پيل کړی او ښه اغېزه يې درلودلې ده، خو ستونزه داده چې په بازار کې د ټوکرو کڅوړې کمې پيدا کېږي، نو ځکه خلک اړ کېږي چې له پلاستيک څخه کار واخلي."

 هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د پلاستيک پرځای د کاغذي او د ټوکرو کڅوړې وکاروي څو د چاپېريال د ککړتيا کچه کمه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.