کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۷): د نورستان شورا ځينې غړي، د دغه ولايت والي په ټاکنو او د تذکرو په وېش کې په ناسمو لاسوهنو تورنوي، خو والي دغه څرګندونې ردوي او هغه د ځان پر وړاندې توطيه بولي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه تر سره شي. دا مهال په کليو کې د رايو ورکوونکو نوم ليکنه روانه ده. د نوم ليکنې تر څنګ د تذکرو وېش هم دوام لري، ځکه چې نوم ليکنه د تذکرې له مخې کېږي چې ډېر خلک يې نه لري.
د نورستان د سراسري شورا ځينې غړو نن کابل کې په خبري ناسته کې د دغه ولايت پر والي نيوکې وکړې.
د دغې شورا منشي امان الله چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل چې د دغه ولايت برګمټال، کامدېش، وايګل، نورګرام، دوآب او منډول ولسواليو ته د والي په امر د تذکرو کمې ډلې استول شوې او هغه کسان چې بايد په دغو ولسواليو کې د تذکرو د وېش لپاره په کار ګومارل شوي واى، د دغه ولايت نورو سيمو ته استول شوي دي.
دى وايي، والي ځکه دا کار کړى تر څو په يادو شپږو ولسواليو کې ډېر کسان ونه شي کړاى تذکره تر لاسه او د ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي.
د ده په وينا، يادو شپږو ولسواليو ته شاوخوا لس زره کاغذي پېژندپاڼې استول شوې، خو له يادو پېژندپاڼو د منډول ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ پېژندپاڼې لادرکه شوې دي.
دی زياتوي، يواځې د نورستان په مرکز پارون او وامه ولسوالۍ کې په داسې حال کې ۲۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي چې په مرکز او وامه کې ټول ۳۰۰۰ کسان د ټاکنو په شرايطو برابر دي.
خو د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د يادو کسانو څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې هغوى له دې لارې غواړي شخصيت وژنه وکړي او د ده پر وړاندې توطيه جوړه کړي.
دی وايي، نورستان ته ۳۳ زره کاغذي پېژندپاڼې وراستول شوي او ٩٠ سلنه يې په مرکز او ټولو ولسواليو کې د نفوس په تناسب وېشل شوې دي.
هغه وايي چې د يادو کسانو د څرګندونو په تړاو به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن