ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروغه خبرياله مرسل عزيزي د لاسنيوي غوښتنه کوي

ناروغه خبرياله مرسل عزيزي د لاسنيوي غوښتنه کوي

author avatar
26 Jun 2018 - 17:01
ناروغه خبرياله مرسل عزيزي د لاسنيوي غوښتنه کوي
author avatar
26 Jun 2018 - 17:01

مزار شريف ( پژواک، ۵چنګاښ،۹۷) : د بلخ ولايت اوسېدونکې خبرياله، مرسل عزيزي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې له يوې ځورونکې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده وايي چې د درملنې لپاره مرستې ته اړتيا لري.

له تېرو دوه ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د هغې انځورونه ښکته او پورته کېږي او ډېری خلک يې د پتې او ناروغۍ څرنګوالي پوښتنې هم کوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د مرسل عزيزي کور ته ورغلی او له نوموړې سره يې د هغې د ناروغۍ او اقتصادي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

مرسل عزيزي د يوې خصوصي راډيو ويانده او د روزنيزو خپرونو چلونکې وه، چې نږدې څلور کاله  وړاندې ورته يو ډول ناروغي پيدا شوه چې  له تېرو دوه کلونو راهيسې يې دواړه پښې هم فلج شوې دي.

نوموړې په داسې حال کې چې د ناروغۍ پر بستر پرته وه او له سره يې وړوکی پړونی تاو کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل: (( لومړی مې په ملا کې يو ډول دانه پيدا شوه، په پيل کې يې دومره په قيصه کې نه شوم، خو د درد له ډېرېدو سره مې ډاکټر ته مراجعه وکړه، بيا هم ښه نه شوم، کابل او اسلام اباد ته لاړم، ان دې حالت ته راورسېدم، چې دوه کاله مخکې مې دواړه پښې له کاره ولوېدې.))  

هغه وايي چې درې ځله يې د ملا عمليات کړي؛ خو وروسته د ډاکټر له خوا ورته وويل شول چې په افغانستان او پاکستان کې يې درملنه ناشونې ده.

مرسل سوړ اسوېلی وويست او زياته يې کړه: (( په ملا کې مې دانه وه، هغه مې عمليات کړه، کله چې مې دوه کاله مخکې پښې فلج شوې او ډاکټر ته مې مراجعه وکړه؛ نو راته وويل شول چې د عمليات پر مهال دې عصبي رشتې شلېدلي، نو ځکه دې پښو کار پرېيښی دی.))

نوموړې ته اوس ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې هند کې يې د ناروغۍ علاج شونی دی.

د ۲۲ کلنې مرسل مور ناجيه قاضي زاده چې په يوه ښوونځي کې ښوونکې ده له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د لور اوږد مهالې ناروغۍ يې په ملا ماته کړې ده.

هغې چې مخې ته يې د مرسل پخوانی عکس ايښی و وويل: (( مرسل لور مې ډېره کاريګره او با استعداده وه، په راډيو کې د کار تر څنګ يې ماسره د کور په کارونو کې هم ډېر کومک کاوه؛ خو دې نامرادې ناروغۍ راته د بسترې کړه.))

نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وويل، يواځينۍ هيله يې دا ده چې لور يې روغه شي.

۵۰ کلن محمد هاشم د مرسل پلار دی او وايي چې د خپلې لور د دملنې لپاره يې ډېرې هڅې کړي.

نوموړي پژواک ته وويل: (( له کابل نه نيولې، تر اسلام اباده، ډېری روغتونونو او کلينيکونو ته مې وروسته؛ ډاکترانو به درمل راکړل او ويل به يې چې جوړېږي؛ خو د مرسل حالت ورځ تر بلې خرابېده.))

هغه زياته کړه، خپله څه نا څه شتمني يې ټوله  د مرسل په درملنې مصرف کړه؛ خو په وينا يې چې روغه نه شوه.

نوموړي زياته کړه،اوس ورته ډاکټرانو ويلي چې هندوستان هېواد کې يې د لور د درملنې امکان شته؛ خو زياتوي چې د دې کار لپاره ډېرې پيسې په کار دي، چې دی يې نه لري.

نوموړي له رسنيو، خيريه بنسټونو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې لاسنيوی يې وکړي.

د مرسل د دفتر همکاران هم وايي چې نوموړې با استعداده او با جرئته خبرياله وه.

مهناز موزون هغه څوک ده چې درې کاله وړاندې يې له مرسل سره په يوه دفتر کې کار کاوه.

هغې له پژواک سره په خبرو کې وويل: (( مرسل ډېر ښه راډيويي غږ درلود، ان تر دې چې د هغې د غږ له امله يادې خصوصي راډيو ډېر اورېدونکي پيدا کړي وو، هغه خلاقه وه، ځکه خو يې روزنيز پروګرامونه ډېر پر مخ وړل.))

مهناز زياتوي چې مرسل به پر ناروغۍ سربېره هم دفتر ته ورتله او خپله دنده به يې پر مخ وړله.

هغه وايي چې رسنۍ بايد په دغسې حالاتو کې د خپلو کارکوونکو لاسنيوى او د مصيبت راتلو پر مهال مرسته ورسره وکړي.

ډاکټران هم د مرسل د ناروغۍ مشخصاتو ته په کتو وايي چې ياده ناروغي د درملنې وړ ده، خو لګښت پرې ډېر راځي.

د بلخ ولايت يو تن ډاکتر غلام رسول په دې تړاو پژواک ته وويل چې که په لومړيو کې د مرسل د ناروغۍ سمه درملنه شوې وای، نو پښې يې نه فلج کېدلې.

نوموړي زياته کړه چې د ملا دانه (تومور) د عمليات په وسيله له منځه وړل کېدای شي؛ خو په وينا يې که لږ بې احتياطي ورسره وشي؛ نو ناروغ له دايمي فلج سره مخ کېږي.

له دې اوږدمهالې او ځوروونکې ناروغۍ سره بيا هم مرسل ناهيلې نه ده او وايي چې د خدای په رحم او د هېوادوالو د لاسنيوي په صورت کې به روغه شي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.