لښکرګاه(پژواک،٥چنګاښ٩٧): په هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: (( يو لوى بار وړونکى موټر پر دوو وړو موټرو چپه شوى دى.))
د ځواک د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه شوي او د يوې ښځې په ګډون دوه نور ټپيان دي.
نوموړي د پېښې لامل په اړه څه ونه ويل خو ډېرى وخت دغه شان پېښې د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن