کابل (پژواک،٥ چنګاښ ٩٧): راپورونه وايي چې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې به د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې وشي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.
د اذربايجاني خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ په باکو کې ترسره شي.
سرچينې زياته کړې،دغه ناسته به د افغانستان په اړه د تماس ګروپ د غونډې په څنډه کې ترسره شي چې په کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى ګډون وکړي.
خو سرچينې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوى په هېڅ ځاى کې له افغان حکومت سره نه خبرې کړې او نه يې پلان لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن