ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” باکو کې به د افغان سولې په اړه خبرې وشي”

” باکو کې به د افغان سولې په اړه خبرې وشي”

author avatar
26 Jun 2018 - 15:06
” باکو کې به د افغان سولې په اړه خبرې وشي”
author avatar
26 Jun 2018 - 15:06

کابل (پژواک،٥ چنګاښ ٩٧): راپورونه وايي چې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې به د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې وشي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

د اذربايجاني خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ په باکو کې ترسره شي.

سرچينې زياته کړې،دغه ناسته به د افغانستان په اړه د تماس ګروپ د غونډې په څنډه کې ترسره شي چې په کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى  ګډون وکړي.

خو سرچينې په دې اړه نور  جزئيات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوى په هېڅ ځاى کې له افغان حکومت سره نه خبرې کړې او نه يې پلان لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.