ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ولسي تړون ۱۳۹ شوراګانو ته جوازونه ورکول کېږي

بلخ کې د ولسي تړون ۱۳۹ شوراګانو ته جوازونه ورکول کېږي

author avatar
26 Jun 2018 - 14:19
بلخ کې د ولسي تړون ۱۳۹ شوراګانو ته جوازونه ورکول کېږي
author avatar
26 Jun 2018 - 14:19

مزار شريف ( پژواک، ۵ چنګاښ۹۷): د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون برنامې عمومي مسوول وايي چې په لويو ښارونو کې د خلکو نفوس ورځ تر بلې زياتېږي او له همدې امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره بايد هڅې وشي.

صبغت الله غزنوي دغه څرګندونې نن د (چنګاښ۵) په مزار شريف کې د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې نويو جوړو شويو پراختيايي شوراګانو ته د جواز ورکولو په غونډه کې وکړې.

د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام عمومي مسوول د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد پروګرام د پيل کېدو لويه موخه د خلکو تر منځ د لا ډېر انسجام رامنځته کول دي.

نوموړي زياته کړه، نږدې يو کال وړاندې د ملي پيوستون پروګرام موده پای ته ورسېده خو ولسي تړون يې ځای ونيوه .

د غزنوي په وينا، دوی په ازمايښتي ډول د هېواد په څلور ولايتونو کابل، بلخ، کندهار او ننګرهار کې ولسي تړون پروګرام پيل کړی و چې تر دې ځايه يې پايلې مثبتې دي.

نوموړي وويل، ولسي تړون پروګرام د لسو کلونو لپاره طرح شوی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به ډېری ولايتونه تر پوښښ لاندې ونيسي.

د هغه په خبره، دغه پروګرام به په هغو سيمو کې پلی کېږي، چېرته چې د ملي پيوستون برنامې نه  وي پلې شوې.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم په خپلو خبرو کې ولسي تړون پروګرام د بيا رغونې برخه کې د حکومت مهمه چاره ياده کړه.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د يادې برنامې د ښه تطبيق لپاره دې خپل سهم پر وخت او ښه ډول ادا کړي.

د بلخ والي د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل  چې حکومت هڅه کوي، تر څو د ورته پروګرامونو له لارې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

بلخ کې د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوولې فريبا شريف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په عملي کېدو کې  به  ۲۵ سلنه ونډه د خلکو وي.

هغې وويل چې دوی پلان درلود تر څو د مزار شريف په ۷مه، ۸مه، ۹مه او ۱۰مه ناحيه کې ۱۵۰ سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړي، چې په  وينا يې هره شورا له ۲۰۰ – ۲۵۰ کورنيو څخه تشکېلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.