مزار شريف ( پژواک، ۵ چنګاښ۹۷): د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون برنامې عمومي مسوول وايي چې په لويو ښارونو کې د خلکو نفوس ورځ تر بلې زياتېږي او له همدې امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره بايد هڅې وشي.
صبغت الله غزنوي دغه څرګندونې نن د (چنګاښ۵) په مزار شريف کې د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې نويو جوړو شويو پراختيايي شوراګانو ته د جواز ورکولو په غونډه کې وکړې.
د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام عمومي مسوول د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد پروګرام د پيل کېدو لويه موخه د خلکو تر منځ د لا ډېر انسجام رامنځته کول دي.
نوموړي زياته کړه، نږدې يو کال وړاندې د ملي پيوستون پروګرام موده پای ته ورسېده خو ولسي تړون يې ځای ونيوه .
د غزنوي په وينا، دوی په ازمايښتي ډول د هېواد په څلور ولايتونو کابل، بلخ، کندهار او ننګرهار کې ولسي تړون پروګرام پيل کړی و چې تر دې ځايه يې پايلې مثبتې دي.
نوموړي وويل، ولسي تړون پروګرام د لسو کلونو لپاره طرح شوی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به ډېری ولايتونه تر پوښښ لاندې ونيسي.
د هغه په خبره، دغه پروګرام به په هغو سيمو کې پلی کېږي، چېرته چې د ملي پيوستون برنامې نه وي پلې شوې.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم په خپلو خبرو کې ولسي تړون پروګرام د بيا رغونې برخه کې د حکومت مهمه چاره ياده کړه.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د يادې برنامې د ښه تطبيق لپاره دې خپل سهم پر وخت او ښه ډول ادا کړي.
د بلخ والي د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې حکومت هڅه کوي، تر څو د ورته پروګرامونو له لارې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
بلخ کې د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوولې فريبا شريف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په عملي کېدو کې به ۲۵ سلنه ونډه د خلکو وي.
هغې وويل چې دوی پلان درلود تر څو د مزار شريف په ۷مه، ۸مه، ۹مه او ۱۰مه ناحيه کې ۱۵۰ سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړي، چې په وينا يې هره شورا له ۲۰۰ – ۲۵۰ کورنيو څخه تشکېلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن