باميان(پژواک،٥چنګاښ٩٧): د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ زرګونه وګړي به د کاغذي تذکرو د نه وېشلو له امله د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې پاتې شي.
د دایمیرداد اوسېدونکي محمد علي د پژواک خبري اژانس خبریال ته وویل، د دغې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو له کوچني اختر څخه مخکې د پېژندپاڼو فورمې تر لاسه کړې وې؛ خو د ناڅرګند لامل له کبله هغوی ته پېژندپاڼې نه دي وېشل شوې.
نوموړي زیاته کړه: (( د نفوسو د احوال د ثبت مديریت هره ورځ ولسوالۍ ته د ګرځنده ډلو د استولو ژمنه کوي تر څو خلکو ته پېژندپاڼې ورکړي؛ خو سيمې ته تر دې مهاله ګرځنده ډلې نه دي راغلې او د یادې ولسوالۍ له ۱۵۰ ډېر کلي د پېژندپاڼو د وېشلو ګرځنده ډلو راتګ ته انتظار باسي.))
محمدعلي وویل، سره له دې چې په ټاکنو کې دګډون لپاره د نوم لیکنې څو ورځې نه دي پاتې او پېژندپاڼې هم نه دي وېشل شوې؛ نو ځکه به د یادې ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې شي.
د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدنکې حلیمې صدف هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېری مېرمنې پېژندپاڼې نه لري او د پېژندپاڼو د نه وېش په صورت کې به دغه مېرمنې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې شي.
نوموړې زیاته کړه: (( په هغه سیمو کې چې پېژندپاڼې نه دي وېشل شوې هېڅ امنیتي ستونزه نه ده موجوده. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ډله په سيمه کې فعالیت کوي او په پېژندپاڼو سټېکر لګوي؛ خو پېژندپاڼې نشته او د نفوسو د احوالو د ثبت اداره بې بنسټه دلیلونه وړاندې کوي چې ګویا ملي امنیت سیمه نا امنه ښودلې چې دا له يوې ګنګوسې پرته بل څه نه دي.))
بل خوا بیا دمیدان وردګو د ټاکنو خپواک کمېسیون رییس ډاکتر نعمت الله وردګ پژواک ته وويل: (( موږ هم یادې موضوع ته اندېښمن یو؛ خوپه پېژندپاڼو د سټېکر د لګولو په برخه کې ستونزه نشته او په ولسوالۍ کې زموږ مرکزونه خلاص دي.))
نوموړي زیاته کړه، څو ځله مو په بېلا بېلو ناستو کې یاده موضوع د میدان وردګو له والي سره شریکه کړې ده؛ تر څو د نفوسو د احوالو د ثبت اداره له ځنډ پرته خپل فعالیونه پيل کړي، خلک پېژندپاڼې تر لاسه کړلی شي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د دایمیرداد ولسوالۍ د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مدير محمد حمزه پژواک ته وويل: (( ټاکل شوې وه چې د یادې ادارې ګرځنده ډلې د ولسوالۍ بېلا بېلو سیمو ته حرکت وکړي؛ خو د یادې ادارې رییس اجازه ورنه کړه او ویلي یې دي چې ملي امنیت د سیمې د ناامنۍ مکتوب ورکړی دی.))
نوموړي ټينګار وکړ چې د یادې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو ته د پېژندپاڼو فورمې وېشل شوې دي؛ خو پېژندپاڼې یې نه دي ترلاسه کړې او د دایميرداد ولسوالۍ د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مديریت د یادې ادارې د ولایتي څانګې امر ته انتظار کوي.
پژواک هڅه وکړه چې په یاده برخه کې د ولایت د امنيتي چارواکو نظر واخلي؛ خو امنيتي چارواکي ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن