کابل (پژواک، ۵چنګاښ ۹۷): د مالیې وزیراکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا ورکړه.
اکلیل حکیمي دا موضوع نن د یوې خبري غونډې پرمهال په ډاګه کړه او ویی ویل: (( د کورنۍ چارو ته د رسېدو لپاره می پرېکړه وکړه چې له خپلې دندې استعفا وکړم.))
نوموړي، له ولسمشرغني څخه د هغه د استعفا منلو په پار مننه وکړه او ویې ویل: (( نظام ته ژمن او له حکومت سره همکار یو.))
حکیمي د مالیې وزارت له کارمندانوڅخه غوښتنه وکړه: (( هر کس چې ولسمشر د مالیې وزیر په توګه وړ وباله، څرنګه چې له ماسره همکار وئ، له هغه سره هم همکاري وکړئ.))
اکلیل حکیمي چې د ولسمشرغني له لوري د مالیې وزير په توګه معرفی شوی و، د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په اتمه، له ولسي جرګې څخه د ۱۲۸ رایو په ترلاسه کولو سره، د هېواد د مالیې وزیر په توګه ټاکل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن